1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان پر وضعیت د ملګرو ملتونو رپوټ ته د طالبانو غبرګون

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ اسفند ۲۰, شنبه

ملګري ملتونه وايي، دا مهال افغانستان کې تر شلو ډېرې وسله والې ډلې فعالې دي. رپوټ د افغانستان او طالبانو په تړاؤ نور موارد هم لري. ملګري ملتونه وايي، دا مهال افغانستان کې تر شلو ډېرې وسله والې ډلې فعالې دي.

افغانستان کابل/ طالب وسله وال د ښځینه لاریون کونکو پروړاندې
افغانستان کابل/ طالب وسله وال د ښځینه لاریون کونکو پروړاندېانځور: AFP/Getty Images

امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي وروستی رپوټ تر ډېره د افغانستان په امنیت، اقتصاد، بشري حقونو او د ښځو په وضعیت ورټول دی.رپوټ کې ویل شوي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې ۱۸،۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړ ول، ۲۰۲۲ میلادي کې دا شمېر ۲۴،۴ میلیونو ته لوړ شو، خو په ۲۰۲۳ میلادي کال کې به شاوخوا ۲۸،۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

رپوټ لیکي، چې دا وضعیت وروسته له هغې لاپسې کړکیچن شو، کله چې طالبانو په نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه او له همدې امله ډېری مرستندویه سازمانونو خپل فعالیتونه ودرول. 

امنیتي وضعیت

سره له دې چېد ملګرو ملتونو رپوټ، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ میلادي کلونو کې د وسله والو نښتو د کمېدو خبر ورکوي، چې له امله یې د تېرو کلونو په پرتله ولسي مرګ ژوبله کمه شوې، خو زیاتوي چې لاهم په افغانستان کې تر ۲۰ ډېرې وسله والې ډلې فعالې دي.

رپوټ لیکي: «ملګرو ملتونو ۲۳ وسله والې ډلې ثبت کړي، چې افغانستان کې د فعالیت ادعا لري.»

په رپوټ کې د مقاومت جبهې، د افغانستان د آزادی جبهې او ځینو نورو یادونه شوې، چې په هلمند، کابل، کندهار، کاپیسا، ننګرهار، نورستان او پنجشیر ولایتونو کې د بریدونو مسئولیت پرغاړه اخلي.

اړوند مطالب:پر طالبانو د فشار راوړلو عملي انتخابونه څه کیدای شي؟

د طالبانو غبرګون

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د رپوټ هغه برخې ستایلي چې پکې د ځینو پرمختګونو یادونه شوې. د بیلګې په توګه، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې کلنۍ انفلاسیون یا د پیسو پړسوب له هغه خپل اوج ۱۸،۳ سلنه څخه ۹،۱ سلنه ته راښکته شوی. دغه راز، نشه يي توکو سره د مبارزې او پر نشه د روږدو کسانو د درملنې برخه کې له وروستیو ګامونو هرکلی شوی.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې اعلامیې د رپوټ هغه برخې رد کړي چې پکې ویل شوي: «له عمومي عفوې څخه سرغړونې، خپلسرې نېونې، شکنجې او د ناوړه چلند په پېښو کې ډېروالی راغلی.»

آیا طالبان د عمومي عفوې فرمان عملي کوي؟

06:30

This browser does not support the video element.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي: «په داسې حال کې چې په راپور کې د وژنو ۹ پېښې، د توقیف ۱۷، د شکنجې او ناوړه چلند ۹ پېښو ادعا شوې، تر څېړنو لاندې د قتل پېښو ته د صحرايي وژنو، په جنايي پېښو کې نېونو ته د خپلسرو نېونو او د نېول کېدو په وخت کې لاس او ګرېوان کېدو ته د شکنجې نوم ورکول بې انصافي او له حقیقته لرې انځور دی.»

طالبانو د رپوټ هغه ادعا هم رد کړې چې ګواکې افغانستان کې شاوخوا ۲۳ وسله والې ډلې فعالیت کوي.

اړوند مطالب:طالبانو د نجونو تحصيل د ممنوعيت دفاع وکړه؛ جي۷ سخت غبرګون ښوولی

هاخوا د چارو یوشمېر کتونکي وايي، د افغانستان پروضعیت رپوټ ورکول او پروړاندې یې غبرګون او دریځ نېول د مسئلې حل نه دی.

کابل کې سیاسي شنونکي امان الله هوتکي دویچه ویله ته وویل: «ملګري ملتونه او امارت په دعوا او جنجال سره اخته دي، د ملګرو ملتونو فشارونه او یا دا ادعاوې چې کیږي، دا پر عامو خلکو ډېر منفي تاثیرات کوي، عام خلک له ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي، ددې دعوې پرځای باید بدیله لار پیدا کړي چې بدیله لار خبرې اترې دي.»

په لندن کې یوه پخواني افغان ډيپلوماټ عزیز معارج دویچه ویله ته وویل، ملګرو ملتونو په خپل رپوټ کې هغه څه رااخېستي چې افغانان او نړۍ یې په سترګو ویني.

ده زیاته کړه: «دا حقایق دي له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، خپلسرې نېونې شروع شوي، په مرموز ډول کسان وژل کیږي، ټوله نړۍ په دې پوهیږي چې د ښځو حقوق په ښکاره نقض شوي، ځکه ټولنیز ژوند ته نه پرېښودل کیږي، نجونې ښوونځیو ته نه پرېښودل کیږي.»

دغه بهر میشتی افغان شنونکی وايي، د واقعیتونو پروړاندې دریځ نېول، یا یې پروړاندې غبرګون نړۍ او افغانان نه شي قانع کولای، بلکې طالبان باید نړېوالو او ملګري ملتونو ته کره اسناد وړاندې کړي چې په یادو شویو سرغړونو کې ښکیل نه دي.  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل