1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: تر۲۰ ډېر هیوادونه له سختي لوږي سره مخامخ دي

۱۴۰۰ فروردین ۴, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د یوه تازه رپوټ پراساس به د هوا خرابتیا، د ملخانو آفت، سیاسي کشمکشونه او کرونا وبا په راتلونکو میاشتو کي د ميلیونو انسانانو غذایي حالت له سخت خطر سره مخامخ کړي. افغانستان هم پکښې دی.

Staatliche Verteilung von Brot an die Bevölkerung in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

دغه خبره د ملګرو ملتو د خوړو او زراعت سازمان (FAO) او د نړۍ غذايي پروګرام (WFP) د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د مارچ میاشتي ۲۳) په روم کي کړې او خبرداری یې ورکړی دی چي تر۲۰ ډیر هیوادونه به په راتلونکو څو میاشتو کي له سختي لوږي سره مخامخ سي.

د ډبليو اف پي امریکايي آمر، ډېوید بېسلي ویلي: « موږ وینو چي څرنګه زموږ د سترګو په مخکي یو آفت رامنځته کیږي او پراختيا مومي.» خصوصاً بيا په هغو هیوادونو کي د اړمنو خلګو حالت ورځ په ورځ نور هم خرابیږي، چي داخلي جنګونه روان دي، لکه یمن، جنوبي سوډان، نایجریا، افغانستان او نور.

که څه هم د بحراني هیوادونو لویه برخه د افریقا په براعظم کي پرته ده، خو د ملګرو ملتونو د اټکلونو پراساس به سخته لوږه د نړۍ په نورو هیوادونو کي هم ډیره زیاته سي. له هغې جملې څخه په افغانستان، سوريه، لبنان او هایتي کي.

د ملګرو ملتو د ارقامو پراساس همدااوس تر ۳۴ ميلیونه اضافه انسانان له سختي خوارځواکۍ سره مبارزه کوي چي د لوږي په سبب یې د مړه کیدو احتمال ډیر دی.

یمنانځور: Mohammed Hamoud/AA/picture alliance

د ملګرو ملتو د خوړو او زراعت سازمان چینايي آمر، کو دانیو غوښتنه وکړه: «دا زموږ وظیفه ده، چي ژر تر ژره معامله او عمل وکړو، تر څو د خلګو ژوند وژغورو او د یوه خراب حالت د رامنځته کیدو مخنیوی وکړو.» هغه زياته کړه: «په ډیرو سیمو کي د زراعتي محصولاتو د راټولیدو وخت رارسیدلی او یا رانژدې کیدونکی دی.» ځکه نو اوس له وخت سره مبارزه ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب