1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

«په افغانستان کې ناچاودو توکو ۶۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې»

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۳ بهمن ۹, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د تازه رپوټ په حواله په افغانستان کې له جګړې پاتې شويو چاوديدونکو توکو د اکتوبر او ډسمبر مياشتو ترمنځ ۶۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په دې لنډه موده کې اوښتو تلفاتو کې ۴۷ ماشومان هم شامل دي.

ناچاودلي توکي
رپوټ د دغه توکو له کبله په دوامداره توګه موجود ګواښ روښانه کوي چې افغان ماشومان یې تل قرباني کيږي.انځور: A. Guerra/DW

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په دې رپوټ کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی دی او په هرو دريو مياشتو کې یې تازه کوي، راغلي دي چې په افغانستان کې له جګړې پاتو ناچاودو توکو له کبله ۶۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ۴۷ ماشومان هم پکې شامل دي.

رپوټ د دغه توکو له کبله په دوامداره توګه موجود ګواښ روښانه کوي چې افغان ماشومان یې تل قرباني کيږي.

اړونده موضوع: پکتیا: په چاودنه کې شپږو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د دوشنبې په ورځ هم سيمه ایزو رسنيو د افغانستان په ختیځ پکتيا ولایت کې د يوه ۸ کلن ماشومان د وژل کیدو او پنځو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړ.

پېښه د پکتیا په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې چې ماشومانو د لوبو پر مهال د لسیزو له شخړې را پاتې د هاوان يوه مرمۍ په يوه ډبرو ويشتلې وه. د دريو ټپي شويو ماشومانو روغتيايي وضعيت د انديښنې وړ دی.

د ۲۰۲۴م کال په اکتوبر میاشت کې په يوه ورته پېښه کې درې ماشومانو هغه وخت ووژل شول چې د کچالو حاصلاتو ټولولو پر وخت یې دغه ناچاوده توکی په بیلچه وهلی وو.

ناچاودلي توکي؛ په افغانستان کې د ماشومانو له پاره ورځنی ګواښ

03:16

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل