ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ وويل د طالبانو له لوري د انترنیت او د ګرځنده تيلفونونو خدماتو قطع کول به افغانستان چې واردمخه مختلو بحرانونو ځپلي، نور هم وکړوي. دغه سازمان ويلي دا د افغانستان له پاره یو بل نوی بحران دی.
ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ وويل د طالبانو له لوري د انترنیت او د ګرځنده تيلفونونو خدماتو قطع کول به افغانستان چې واردمخه مختلو بحرانونو ځپلي، نور هم وکړويانځور: Atif Aryan/AFP
راتواته چې له کابله د سټلایټ لینک له لارې په ژنیف کې له خبریالانو سره غږېده وویل: «دا د موجوده بحرانونو له پاسه یو بل بحران دی. له دې نقطې نظره دا په بشپړه توګه یوه غیرضروري انقطاع ده چې د افغانانو ژوند ورڅخه اغیزمن کيږي.»
افغانستان د نړۍ یو د تر ټولو بې وزله هېوادونو څخه دی چې څو لسیزو جګړو، وچکالیو، بشري بحرانونو، طبيعي پېښو سخت ځپلی دی او په عین وخت کې د ایران او پاکستان څخه د میلیونونو بېرته ستنېدونکو افغان مهاجرو له څپو سره مخ دی چې په اجباري توګه له دغو ګاونډیو هېوادونو اخراجیږي.
راتواته وویل چې د انترنيټي خدماتو په قطع کېدو سره د ملګرو ملتونو سازمان د اړيکو له اړخه په یو «ډېر سخت وضعیت کې» واقع دی آن کيبلي ټيلفونونه ېې هم غیرفعال شوي دي.
هغه زیاته کړه: «موږ له حکومت سره په خبرو کې یو تر څو د خپلو بحراني اړيکو له پاره معافیت ترلاسه کړو.»
د ملګرو ملتونو سازمان یوه چارواکي ویلي افغانستان چې د مخه له ګڼو بحرانونو کړېدلی د انترنیت قطع کېدو سره به پکې ستونزې نورې هم زیاتې کړيانځور: Wakil Kohsar/AFP
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړه: «موږ هڅې کړې چې له اړوندو چارواکو سره رابطې قایمې کړو، خو هغوی حتی خپله هم له یو بل سره په اړیکو کې له ستونزو سره مخ دي.»
د هغه په وینا چې دوی اوس د «ضروري فعالیتونو د تداوم» حالت ته داخل شوي چې پکې د خپلو اړیکو د تامین او عملیاتونو د مخته وړلو له پاره له مخابرو څخه چې د سټلایت له خدماتو سره وصلې دي، استفاده وکړي.
ايندریکا راتواته وویل چي د دغې ګډوډۍ د رامنځ ته کېدو دلیل معلوم نه دی. پر وینا ېې ځينو سرچينو په غیررسمي توګه ویلي چې دغه انقطاع ممکن لنډمهاله وي، خو په رسمي توګه څه نه دي ويل شوي.
هغه اندېښنه وښوده چې د رامنځ شوي وضعیت سره په افغانستان کې «حساس طبي خدمات»، د اکمالاتو بهیر، واکسیناسیونونه او «هغه مرستې چې په دغه هېواد کې پرې بنیادي ضروري خدمات جاري ساتل کیږي، اغیزمن شي.» راتواته وویل د انترنيټي او مخابراتي خدماتو قطع کېدل د روغتيايي خدماتو تر څنګ، بانکداري او مالي خدمات هم اغیزمنوي. هغه د نورو مواردو ترڅنګ، نړېوالو پروازونو ته اشاره وکړه چې په داسې وضعیت کې افغانستان ته داخلېدلی نشي.
انځوریز رپوټ: له ایران څخه د افغان مهاجرو د اخراج څپه
ایران پر افغان مهاجرو فشار زیات کړی او د اسرائیل او امریکا د پریدونو په پایله کې د دوی اخراج ته یې شدت ورکړی دی. د ملګرو ملتونو سازمان د شمیرو له مخې هره ورځ شاوخوا ۳۰ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته داخلیږي.
انځور: MUHAMMAD BALABULUKI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
د ۲۰۲۵م کال د جولای ۴ نیټه: له ایران څخه ستانه شوي مهاجر د خپلو اداري کارونو بشپړیدو ته انتظار باسې، څو خپل هیواد ته ستانه شي. ایران په دې وروستیو کې د افغان مهاجرو نیولو او اخراج ته زور ورکړی دی.
انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
ډیری بیرته ستنیدونکي وایي چې نیول شوي او له تاوتریخوالي څخه په استفادې په زور اخراج کړای شوي دي.
انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
اکثره دغه اخراج شوي او بیرته ستنیدونکي کسان وایي چې د ایران انتظامي مسؤلینو ورسره له ناوړه چلند څخه کار اخیستی دی. دوی یې وهلي او ټکولي او سپکاوی یې ورته کړی دی.
انځور: MUHAMMAD BALABULUKI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
د تیرو برعکس چې اکثره بې فامیله نارينه به اخراجیدل، دا وار ډیر شمیر کورنۍ له ښځو، ماشومانو او سپينږیرو سره لیدل کیږي چې هیواد ته ستنیږي او یا هم اخراج شوي دي.
انځور: MUHAMMAD BALABULUKI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
ایراني چارواکو پر دغه هیواد د اسرائیل او امریکا له برید څخه وروسته پر افغان مهاجرو محدودیتونه ډیر کړي او ژوند یې ورته ستونزمن کړی دی.
انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images
هرات، د اسلام قلعه سرحدي پوله
په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو سازمان د عالي کمیسارۍ رئیس عرفات جمال د اسلام قلعه د سرحدي پولې وضعیت په اړه وویل: «دوی له بسونو سره راځي او ځیني وختونه پنځه بسونه په یو وخت کې را رسیږي او خلک له بسونو ښکته کیږي. دوی گنگس، سرگردانه، ستړي ستومانه او وږي دي.»
انځور: MUHAMMAD BALABULUKI/Middle East Images/AFP via Getty Images