امنيت شورا د لویدیځې غاړې په اړه د اسرائيل پلانونه غندلي
۱۴۰۴ بهمن ۳۰, پنجشنبه
د امنيت شورا غړيو خبرداری ورکړی دی چې د اردن سيند په لویديځه غاړه کې د اسرائيل د ولکې د پراخولو هڅې د دوو دولتونو د حللارې د رامنځته کيدو لرليد ګواښي.
په سياسي چارو او سولې د ثبات په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزمري ديکارلو، وويل چې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې وضعيت «په چټکۍ سره د خرابيدو» په حال کې دی.
اړونده موضوع: اسرائیل د اردن سيند پر لویدیځه غاړه خپل کنټرول پراخوي
نوموړې د چهارشنبې ورځې په غونډه کې د اردن سيند په لویدیځه غاړه کې «د پراخو تلاشيو په ترڅ کې د کورنيو د نیولو، د ډله ایزو نیونو، پر تګ راتګ د بندیز او د فلسطيني کورنيو په تکراري ډول بې ځايه کيدو،» په اړه خبره وکړه، په ځانګړي توګه د دې سيمې په شمالي برخه کې.
ديکارلو زياته کړه: «موږ په عمل کې د لویدیځې غاړې د تدريجي الحاق شاهدان يو.»
نوموړې دې ته اشاره وکړه چې اسرائيل په دې وروستيو اونيو کې د «ځمکې د ملکيت د تنظيم» لانجمنه پروسه پېل کړې ده چې پر لویديځه غاړه به د دغه هېواد کنترول لا پسې ژور کړي.
په پام کې ده چې لويديځه غاړه د فلسطين د راتلونکي دولت يوه ستره برخه واوسی خو د اسرائيل يو شمیر ښي اړخي مذهبي غورځنګونه دا سيمه «د اسرائيل ځمکه» ګڼي.
د بريتانیې د بهرنيو چارو وزير يوت کوپر، چې د امنيت شورا مشرۍ یې پر غاړه لرله، وويل: «موږ باید د لویدیځې غاړې د بې ثباتۍ مخه ونيسو او د فلسطيني دولت د تشکيل امکان ژوندی وساتو.»
د سوماليا استازي چې ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۲۰۲۵ – ۲۰۲۶ دورې غیر دايمي غړی هېواد دی، له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په ګډه سره «د هرې هغې هڅې پر وړاندې چې د فلسطين د جمعيتي ترکيب د تغیرولو له پاره ترسره کيږي که هغه د زور او که د جبر له لارې وي،» ودريږي.
۵۸ هېوادونو په لویدیځه غاړه کې د اسرائيل اقدامات وغندل
دا څرګندونې تر هغه یوه ورځ وروسته مطرح شوي چې د ملګرو ملتونو د ۵۸ غړيو هېوادونو استازوليو يوه ګډه اعلاميه صادره کړه او په لویدیځه غاړه کې یې د اسرائيل د کنترول پراخیدل وغندل.
په دې اعلامیه کې راغلي: «موږ د اسرئيل يو اړخیر اقدامات او پريکړې چې په لویدیځه غاړه کې د دغه هېواد د حضور د غير قانوني پراخوالي په هدف شوي دي، په کلکه غندو.»
اړونده موضوع: ټرمپ: د «سولې د هیئت» غړو د غزې له پاره د ۵ ميليارډ ډالرو ژمنه وکړه
د ملګرو ملتونو امنيت شورا همدا راز د غزې تړانګې د اوربند وضعيت هم وارزاوه چې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د ۲۰۲۵م کال په اکتوبر میاشت کې شوی وو.
پر اسرائيل باندې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د ۷مې نیټې د حماس وسله والې ډلې تر ترهګریزو بريدونو وروسته چې د جګړې د پيليدو باعث شول، د اسرائيل او فلسطينانو د مدني ټولنو استازو امنيت شورا ته خپل رپوټونه وړاندې کړل.
د حماس ډله د امريکا او آلمان په ګډون د يو شمیر هېوادونو له خوا د ترهګریز سازمان په توګه نومول شوې ده.
پر اوربند سربیره هم «غزه کې سوله نشته»
ديکارلو، د غزې په اړه خبرداری ورکړ چې د حماس او اسرائيل ترمنځ د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر له اوربند راهېسې په غزه کې «اوس هم سوله» نشته.
هغې وويل: «اوس بايد په غزه کې د اوربند د ثبات او د خلکو د کړاو د کمولو له پاره په ګډه هلې ځلې وشي.»
د اسرائيل د بهرنيو چارو وزير ګيديون ساعر، وويل چې امنيت شورا «پر اسرائيل ضد وسواس» باندې اخته ده او ادعا یې وکړه چې «هیڅ هېواد پر مقدسه ځمکه باندې د اسرائيل څخه قوي تاريخي او مستند حق نه لري.»
ساعر، همدا راز وويل چې تمرکز بايد په واشنګټن کې د دونالد ترمپ، د «سولې هيئت» پر غونډې او نه د ملګرو ملتونو پر ناسته باندې وي.
د امنيت شورا د چهارشنبې غونډه له وخته مخکې ترسره شوه څو د واشنګټن په غونډه کې د استازو د ګډون له پلان سره په ټکر کې واقع نه شي.
اروپايانو عمدتاً د «سولې هيئت» ته د ترمپ بلنه رد کړې
انتظار کیږي چې د پنجشنبې د ورځې د «سولې هيئت» اجنډا به د غزې تړانګې پر اوسني حساس اوربند او د دې سيمې د بيارغاونې د بودجې د تامين پر څرنګوالي متمرکزه وي.
په پام کې ده چې په دې غونډه کې به ۲۷ هېوادونه ګډون ولري او د هغوی يو شمیر به یې په دې هئيت کې د دايمي غړيتوب بيه چې يو میليارډ ډالر دي، ومني.
خو د امريکا يو شمیر اروپايي متحدينو د دې هيئت د ماموريت او مالي تامين په تړاو ابهام له وجې پکې له ګډون څخه ډډه کړې ده.
په لومړي سر کې په پام کې وه چې دا هيئت د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پريکړې پر اساس په غزه کې اوربند او د بيارغاونې پر بهير نظارت وکړي خو اوس داسې ښکاري چې ترمپ، دا نهاد د «نړيوالې سولې» په هدف له سره تعريف کړی دی، هغه ګام چې د ملګرو ملتونو سازمان سره د رقابت په اړه یې اندیښنو ته لمن وهلې ده.