1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره د بشري مرستو د آسانولو پريکړه ليک تصويب سو

۱۴۰۰ دی ۲, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د امریکا متحده ایالاتو له خوا وړاندیز سوی هغه پریکړه لیک په مطلق اکثریت سره تصویب کړی چي له افغانستان سره بشري مرستې آسانوي. طالبانو هم دا ګام ستایلی دی.

USA | UN Sicherheitsrat in New York zur Lage in Äthiopien
انځور: Manuel Elias/Xinhua/picture alliance

په دغه پریکړه لیک کي چې د امنيت شورا له خوا د چهار شنبې په ورځ تصويب سو، راغلي:«د پیسو ورکول، نوري مالي شتمنۍ یا اقتصادي منابع  او ددغو مرستو د پر وخت رسولو په اړه د ډاډ د ترلاسه کولو له پاره، د اړتیا وړ توکو او خدماتو چمتو کول اجازه لري.» په پریکړه لیک کي زیاته سوې چي دغه مرستي «په افغانستان کي له لومړنیو بشري اړتیاو څخه ملاتړ کوي او د طالبانو په تړاو بڼسټونو باندي وضع سوي تعزیرات نه نقضوي.»

د طالبانو حکومت د چهار شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا له د دې قطعنامې تصويب د «يوه ښه ګام» په توګه ستايلی چې له افغانستان سره بشري مرستې آسانوي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد په دې اړه وويل: «موږ دا ګام ستایوو ځکه چې دا له د افغانستان له اقتصادي وضعيت سره مرسته کولی سي.» نوموړي زياته کړه چې دی تمه لري چې نړيواله ټولنه به پر دوی د نورو لګول شويو بندیزونو د لغوه کولو له پاره هم خپلې هلې ځلې «گړندۍ» کړي.

له هغه وخت راهیسي چي طالبان د اگست په نیمایی کي واک ته رسیدلی او متحده ایالاتو د افغانستان د مرکزي بانک  له شتمنیو څخه ۹،۵ میلیارد ډالر کنگل کړي، نړیواله ټولنه په دې هڅه کي ده چي په افغانستان کي د اقتصادي سقوط په درشل کي له یوه بشري ناورین څخه مخنیوی وکړي.

د متحده ایالاتو مخکینی پریکړه لیک چې د ځینو تحریمونو د معافیت د اجازه ورکولو په لټه کي وو خو چین او روسیې چی د امنیت د شورا دایمي غړي او د ویتو حق درلودونکي دي، هغه رد کړی دی.

په ملگرو ملتو کي د چین سفیر، ژانگ جون د دوشنبه په ورځ په یوه تویت کي وویل:« بشري او حیاتي مرستي باید پرته له هیڅ ډول خنډ څخه د افغانستان خلکو ته ورسیږي.»

واشنگتن د خپلو اروپایی متحدینو او هند د رضایت د جلبولو له پاره ددغه پریکړه لیک د اعتبار موده د یوه کال له پاره محدوده کړه. ددغه پریکړه لیک له پاره په مخکینۍ مسوده کي مشخص وخت په پام کی نه وو نیول سوی. همدارنگه په دغه پریکړه لیک کي د مرستو پر هدف باندي دقیق کنترول ته هم اشاره سوې ده.

GP/BS/AG