1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وژونکو روباټونو د بندیز په اړه د ملګرو ملتونو بې پایلې خبرې

احمد ولي اڅکزی | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۵ آبان ۳۰, شنبه

په جنیوا کې د وژونکو خپلواکو وسلو د محدودولو په اړه نړیوالې خبرې یوازې محدودې موافقې ته ورسېدې او هېوادونه ونه توانېدل چې د قانوني بندیز د مذاکراتو پر پیل سلا شي.

د روبوټونو په شان ماسکونه لرونکو دوو احتجاج کوونکو انځور په برلين کې
په ۲۰۱۸ کال برلين کې د وژونکو روبوټونو پر ضد د احتجاج انځورانځور: Jörg Carstensen/dpa/picture alliance

د بشپړ خپلواکو وژونکو روباټونو د پراختیا لپاره د خوندي تدابیرو په اړه نړیوالې خبرې یوازې یوې محدودې موافقې ته رسېدلې او ډیپلوماتان ونه توانېدل چې د قانوني پابند بندیز لپاره د مذاکراتو رسمي صلاحیت ترلاسه کړي.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د ځینو متعارفو وسلو د کنوانسیون (CCW) د ۱۲۸ غړو هېوادونو په کنفرانس کې استازو ونه توانېدل چې د هغو خطرناکو خپلواکو وسلو د بندیز د مذاکراتو د پیل لپاره پر یوې مشخصې اجنډا سلا وکړي.

د «Stop Killer Robots» په ګډون یو شمېر نادولتي سازمانونو د غونډې پایله «نا هیلوونکې» وبلله او ویې ویل چې ترلاسه شوې پایله د ټولو لورو ترمنځ د لږ تر لږه ګډ دریځ استازیتوب کوي.

کنفرانس د شنبې په سهار وختي، د څو ساعتونو شپنیو مذاکراتو وروسته پای ته ورسېد. شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو غوښتنه کړې وه چې د هغو بشپړ خپلواکو وسلو پر ضد د قانوني بندیز خبرې پیل شي چې د ډزو یا برید وروستۍ پرېکړه پکې انسان نه کوي.

کانفرانس د م.م. ملتونو عمومي سرمنشي انتونيو ګوتېرش هم وينا واورولهانځور: Fabrice Coffrini/AFP

متحده ایالات، چې یو مهم پوځي ځواک او د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا له مخکښو هېوادونو څخه دی، د داسې مشخص صلاحیت له مخالفو هېوادونو څخه و. اسرائیل، بلاروس او بریتانیا هم د هغو هېوادونو په ډله کې وو چې د قانوني پابند تړون د مذاکراتو مخالفت یې کاوه.

اوس به حکومتي کارپوهان د احتمالي راتلونکې هوکړې نور عناصر وڅېړي او تر ۲۰۲۸ کال پورې به سپارښتنې وړاندې کړي چې آیا دغه بحثونه باید بالاخره د یوه قانوني تړون لامل شي او که نه.

دغه هم ولولئ: انسان ‌نما روبوت په بېجينګ کې د نیمه ماراتون ریکارډ مات کړ

په جنیوا کې دې غونډې د ځانګړو اقداماتو په اړه بحث ونه کړ، بلکې تمرکز یې یوازې پر دې و چې ایا رسمي مذاکرات باید پیل شي او په کومه بڼه باید مخته ولاړ شي. روسي چارواکو د کنفرانس له پیل سره سم د ټولو رسمي بحثونو مخه ونیوله او د اجنډا له تصویب سره یې مخالفت وکړ. هغوی همداراز غوښتل چې د اروپايي اتحادیې او نورو څارونکو د خبرو حقونه محدود شي، خو دغه غوښتنه رد شوه.

څرنګه چې د دې کنفرانس پرېکړې د بشپړې اجماع پر بنسټ ترسره کېږي، د روسیې مخالفت په عملي توګه د ویټو حیثیت درلود.
 

داسې روبوټ وپيژنئ چې ستاسو له پاره کور جوړولی شي

01:13

This browser does not support the video element.

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
کتونکی:احمد حکيمي
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل