1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: د پاکستان پنجاب کې سمي لوګی ماشومان له خطر سره مخ کړي

۱۴۰۳ آبان ۲۳, چهارشنبه

ککړې هوا په ځانګړې توګه د پاکستان د پنجاب ایالت په مربوطاتو کې د خلکو ژوند په شدت سخت کړی دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق په حواله، په ميلیونونو ماشومان له جدي روغتيايي خطرونو سره مخ دي.

د پاکستان د پنجاب ایالت مرکز لاهور ښار په یوه برخه دوه ريړۍ چلونکي کې د لوګي ډګه ککړه هوا
ککړې هوا په ځانګړې توګه د پاکستان د پنجاب ایالت په مربوطاتو کې د خلکو ژوند په شدت سخت کړی دیانځور: ARIF ALI/AFP

له ماشومانو د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی دی چې د پاکستان په شرقي ایالت پنجاب کې ککړې هوا، د ۱۱ ميلیونو ماشومان روغتیا له خطر سره مخ کړې ده.

په دغه سیمه کې هوا داسي خرابه شوې چې کارپوهانو ورته د کال «پنځم فصل» یا د لوګي او ککړې هوا فصل نوم کارولی دی.

له تېرې میاشتې راهیسې د پنجاب ایالت مرکز او د پاکستان فرهنګي پلازمینه لاهور او د دغه ایالت د ۱۷ ناحيو فضا، سمي لوګي پر سر اخیستې ده. د روغتيايي چارواکو په خبره، تر۴۰زرو ډېر کسان د تنفسي ناروغیو په دلیل، تر درملنو لاندې دي.

په پاکستان کې د یونیسف استازي عبدالله فاضل، په یوه اعلاميه کې د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې د ۱۱ ميلیونه هغو ماشومانو د روغتیا له پاره چې پنځه کلنۍ ته لا نه دي رسېدلي، په هوا کې د لوګي د راکمولو له پاره فوري اقدامات وکړي.

د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکز لاهور او یو شمېر برخو کې ېې هوا ډېره ککړه شوې ده انځور: ARIF ALI/AFP/Getty Images

فاضل ويلي دي: «وخت ته اړتیا ده چې په روان کال کې د فوق العاده ډېر لوګي د اغیزو ارزونه وشي. خو په دې پوهیږو چې دککړې هوا کچې دوه یا درې برابره ډېرېدل، به په ځانګړې توګه پر ماشومانو او ميندوارو ښځو باندې ناوړه اغیزې ولري.»

پاکستان د ماشومانو د روغتيا د حفاظت په موخه، د پنجاب ایالت په یو شمېر برخو کېښوونځي د نومبر تر ۱۷مې نېټې رخصت کړي دي. چارواکو د جمعې په ورځ امر وکړ چې ټول تفريحي پارکونه او موزیمونه دې د لسو ورځو له پاره بند وي له خلکو ېې وغوښتل چې له غيرضروري سفرونو ډډه وکړي.

د پاکستان د چاپېریال ساتنې ادارې د معلوماتو پر اساس، ملتان ښار د دوشنبې په ورځ د هوا کیفیت له «۸۰۰» شاخص په درلودلو سره تر ټولو ککړه هوا درلوده. د هوا د کیفیت هر هغه شاخص چې تر «۳۰۰» پورته وي، د روغتیا له پاره خطرناک بلل کيږي.

که څه هم حکومت خلکو ته له ماسکونو د استفادې سپارښتنه کړې، خو دغه سپارښتنه په ټولیزه توګه نه رعایت کیږي. د پاکستان حکومت همدارنګه ویلي دي چې غواړي له ککړې هوا سره د مبارزې له پاره په ځانګړو طریقو له مصنوعي بارانونو کار واخلي.

(AP) si, af, mks;nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب