د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو هېوادونو څخه لوی اکثريت يې د کرونا ضد واکسين ته د برابر لاسرسي پلوي کړې ده. يوازې ۱۳ هېوادونو په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په خبره د لبنان په نوښت د دغې سياسي بيانيې ملاتړ نه دی کړی. د هغوی په جمله کې شمالي کوريا، ميانمار، سوريه، د مرکزي افريقا جمهوريت، سويلي سودان او سېشل ټاپوګان هم راځي.
د دغې بيانيې لاسليک کوونکي «ژوره اندېښنه» څرګندوي چې د ټولو نړيوالو تړونونو، هلو ځلو او بيانيو خلاف د کوويد-۱۹ په وړاندې د واکسينو وېش ډېر نابرابر صورت نيسي، نه يوازې د هېوادونو تر منځ، بلکې په هېوادونو کې دننه هم دغه نامساوات صورت نیسي.
له دې کبله لاسليک کوونکي هېوادونه ځانونه مکلف بولي چې له واکسين سره د «نړيوالې عامې شتمنۍ په څېر چلن وشي» او ټولو ته د عادلانه او منصفانه لاسرسي تضمين ورکړي. په دې موخه په ياد متن کې د کوواکس په نوم د کرونا د واکسین نړیوال کمپاين يو «وړ ميکانيزم» بلل شوی دی.
کوواکس هم ستونزې لري
اصلا کوواکس غوښتل چې د می مياشتې تر پای پورې تقریبا سلو غريبو هېوادونو ته څه نا څه ۲۴۰ ميليونه دوزه د کرونا واکسین ولېږي. خو دغه هڅه له دې کبله ناکامه شوه چې د هند د سېروم د انستيتوت په نوم د واکسينونو يوه جوړونکي شرکت له ستونزو سره مخامخ شوی دی. دغه انستيتوت د آسترازنيکا واکسين توليدوي او د خپل داخلي بازار سربېره کوواکس ته هم واکسينونه په اختيار کې ورکوي. خو دا چې په هند کې خپله د کرونا واکسينو ته ډېره اړتيا ده، نو د نوي ډهلي حکومت اوس مهال د دغو واکسینو صادرات بند کړي دي.
بل لوري ته د روغتيا نړيوالې ادارې په شتمنو هېوادونو باندې غږ کړی دی چې هر څومره زر د غريبو هېوادونو له پاره د واکسين د دوزونو په بڼه بسپنې برابرې کړي. د روغتيا د نړيوالې ادارې مشر، تيدروس ادهانوم غيبريسوس، په ژنيو کې وويل چې د راتلونکو څو ورځو په ترڅ کې د کرونا ضد لس ميليونو دوزه واکسین ته اړتيا ده. له دې لارې کېدای شي هغه هېوادونه هم واکسيناسيون پيل کړي چې د اپريل مياشتې تر پيله پورې ورته اصلا د اوسنيو شرايطو له مخې د واکسيناسيون مواد نه لېږل کيږي. د روغتيا د نړيوالې ادارې په حواله ۳۶ هېوادونو ته تر اوسه پورې د کرونا ضد واکسین يو دوز هم نه دی رسېدلی.
زموږ له آرشیف څخه:
کرونا واکسین: څومره کسان په کوم هیواد کې واکسین شوي؟
په نړۍ کې د کرونا ضد واکسین پر ۲۱۲ میلیونه کسانو باندې تطبیق شوی دی. اسرائیل په دې سیالۍ کې تر ټولو مخکې دی چې ۵۰،۲ خلکو ته یې واکسن لګول شوي. په افغانستان او پاکستان کې وضعیت څه ډول دی؟
انځور: Tânia Rêgo/Agência Brasilد اسرائیل ۵۰،۲ سلنه اتباعو ته د کرونا ضد واکسین لګول شوي دي او د ټول نفوس ۳۴،۶ سلنه ته د کرونا دواړه دوزه ترزیق شوي دي. دغه ارقام د «نیویارک ټایمز» د کرونا اړونده پاڼې اخیستل شوي.
انځور: Corinna Kern/REUTERSد افریقا له لويي وچې ۱۵۰۰ کیلومتره د هند په سمندر کې له ټاپوګانو جوړ هیواد سیشل کې ۶۵،۵۷۶، واکسینه لګول شوي دي. دا د دغه هیواد د نفوس ۴۵،۴ سلنه جوړوي. په سیشل کې د ټول نفوس ۲۲،۳ سلنې ته د کرونا ضد واکسینو دواړه دوزه لګول شوي دي. په انځور کې د سیشل هیواد ولسمشر د واکسین لګولو دمخه معلومات ترلاسه کوي.
انځور: Rassin Vannier/AFP/Getty Imagesپه متحده عربي اماراتو کې د کرونا ضد ۵۵۵۷۷۹۳ واکسینه لګول شوي دي. په دې هکله کوم د معلوماتو کومه زیرمه نشته چې د نفوس څومره برخې ته واکسین ترزیق شوي، خو په اوسط ډول له هرو سلو کسانو شا او خوا ۵۷ کسانو ته واکسین لګول شوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Gambrellبریتانیا په دې سیالۍ کې څلورم مخکښ هیواد دی. هلته د فبروري تر ۲۴مې نیټې ۱۸۳۴۸۱۶۵ کسانو ته د کرونا ضد واکسین لګول شوي دي. د ټول نفوس ۲۶،۷ سلنې ته واکسین لګول شوي او ۰،۹ سلنه خلکو ته د واکسین دواړه دوزه لګول شي.
انځور: Danny Lawson/empics/picture allianceپه امریکا متحده ایالاتو کې له هرو سلو کسانو شا او خوا ۱۹ کسانو ته د کرونا ضد واکسین لګول شوي. په ټولیز ډول ۶۴۱۷۷۴۷۴ کسانو ته واکسین ورکړل شوی. که د ټول هیواد د نفوس په کچه وکتل شي نو ۱۳،۳ سلنه امریکايي اتباعو ته واکسین لګول شوي او ۵،۹ سلنه خلکو ته واکسین دواړه دوزه ترزیق شوي. په انځور کې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن ته واکسین لګول کیږي.
انځور: Alex Edelman/AFP/Getty Imagesپه بحرین کې په اوسط ډول له هرو سلو کسانو شا او خوا ۱۷ کسان واکسین شوي. په دغه خلیجي هیواد کې په مجموعي ډول ۱۷۸۲۲۲ واکسین لګول شوي دي.
انځور: picture-alliance/AP/H. Jamaliپه چلي کې د کرونا ضد د لګول شوو واکسینونو مجموعي شمیر ۲۹۹۴۱۳۹ ته رسیږي. په دغه هیواد کې د ټول نفوس ۱۵،۷ سلنه خلکو ته واکسین لګول شوی او د هغو خلکو شمیر چې دواړه یا بشپړ دوزه یې ترلاسه کړي ۰،۳ دی. په انځور کې د دغه هیواد ولسمشر ته واکسین لګول کیږي.
انځور: Chilean Presidency/REUTERSپه مالديو کې په اوسط ډول له هرو سلو کسانو څه د پاسه ۱۴ کسانو ته د کرونا ضد واکسین ترزیق شوي. په دغه هیواد کې د واکسین ۷۵۰۱۳ دوزه تطبیق شوي دي.
انځور: Sergi Reboredo/picture allianceپه سربستان کې هم له هرو سلو کسانو څخه ۱۴،۱ سلنه خلکو ته کرونا ضد واکسین لګول شوي دي. په ټولیز ډول ۹۸۷۰۰۰ کسانو دغه واکسین ترلاسه کړي دي. د نفوس له مخې د دغه هیواد ۱۱،۵ سلنه خلکو ته د کرونا ضد واکسین لګول شوي دي او ۲،۶ سلنه خلکو ته دواړه دوزه لګول شوي دي.
انځور: Vladimir Zivojinnovic/AFP/Getty Imagesپه پاکستان کې د کرونا ضد ۷۲۸۸۲ واکسین لګول شوي دي، په دې ترتیب د ټول نفوس یوازې ۰،۱ سلنه خلک واکسین شوي دي.
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Imagesکه څه هم افغانستان څه موده وړاندې د کرونا ضد واکسین له هند څخه ترلاسه کړي وو خو د سه شنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشر په حضور کې لومړی واکسین یوې خبریالې او یوه سرتیري ته ولګول شو. د روغتیا چارو وزارت په دې هکله زموږ پوښتنه ځواب نه کړه.
انځور: ASSOCIATED PRESS/picture alliance