1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. پر افغان ښځو د تازه بندیزونو پر لغوه کولو ټینګار کړی

۱۴۰۳ آذر ۲۳, جمعه

د امنيت شورا غړيو په تقريباً يوه خوله غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دي د طالبانو هغه فرمان چې په طبي موسساتو کې د ښځو پر زده کړو باندې بندیز لګوي، سملاسي لغوه شي.

په نيويارک کې د امنيت شورا د يوې غونډې انځور
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا، هم په دې غونډه کې وينا وکړه.انځور: Angela Weiss/AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په اړه غونډه وکړه. په دې غونډه کې د اکثرو غړيو هيوادونو استازو دطالبانو له لوري پر ښځو باندې د لګول شوي وورستي محدوديت په هکله اندېښنه څرګنده کړه.

د هغه مطلب پر اساس چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا نشر کړی دی، په طبي موسساتو کې د ښځو پر زده کړو باندې د بندیز د طالبانو نوی فرمان، روغتیايي اسانتياو ته د ښځو او نجونو لاس رسی هم محدودوي.

د امنيت شورا په دې غونډه کې د فرانسې استازي دې ته په اشارې سره چې نارينه ډاکتران او طبي کاروونکي د ښځو د درملنې اجازه نه لري، وويل: «طالبانو په روغتيايي څانګه کې د ښځو د زده کړو په مخنيوي سره د ډېرو افغان ښځو د مرګ حکم لاسليک کړی دی.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا، هم په دې غونډه کې وينا وکړه او له طالبانو یې غوښتنه وکړه چې په طبي موسساتو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز پر خپل وروستي فرمان دې چې د ښځو له پاره یې اغیزې «مرګوني» دي، له سره غور وکړي. 

له روغتیايي زده کړو د پاتې شویو افغان مېرمنو ناهیلي

02:56

This browser does not support the video element.

د بشري چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال تام فليچر، وويل چې په طبي موسساتو کې له زده کړو څخه د ښځو او نجونو منع کول به احتمالاً د مور او ماشوم د مړينې د کچې د پام وړ لوړېدا باعث شي ځکه چې تر ۳۶۰۰ پورې قابله ګانې او ۲۸۰۰ نرسانې نه شي کولی زده کړو ته په ادامه سره په راتلونکو کلونو کې د کار ساحې داخلې شي.

اوتونبايوا، د خلکو په ځانګړي توګه ښځو پر آزادۍ باندې چې لا دمخه هم محدوده شوې ده، د طالبانو د امر بالمعروف د قانون اثراتو ته شاره وکړه.

اوتونبايوا: تعامل په رسميت د پيژندلو معنا نه لري

په دې غونډه کې اوتونبايوا، د واکمنو چارواکو سره د تعامل پر اړتيا ټینګار وکړ، خو په عين حال کې یې وويل: «تعامل د عادي کولو او يا د په رسميت پيژندلو په معنا نه دی.» هغې وويل چې تعامل د افغانستان د منزوي کيدو د مخنيوي په معنا او د دغه هيواد د خلکو په ګټه دی.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال تام فليچر، وویل چې پر دې سربیره هم چې افغانستان په ندرت سره د خبرو په سرټکو کې وي، خو د دغه هيواد ناوړه اقتصادي وضعيت د دې سبب ګرځي چې د نفوس نیمايي برخه یې په فقر کې ژوند کوي. د نوموړي په وینا تر سوډان وروسته دويم ستر بشري بحران په افغانستان کې دی.

ایا طالبانو ته د ښځو روغتیا هم مهمه نه ده؟

33:10

This browser does not support the video element.

فليچر، وويل چې تر ۳۳ سلنه ډېر افغانان روغتيايي خدماتو ته لاس رسی نه لري او د خوار ځواکۍ کچه چې مخ پر لوړیدو ده، د اندېښنې وړ ده. نوموړي همدا راز پر افغانستان باندې د اقليم د بدلوند اغیزو په اړه وويل چې زراعتي محصولاتو او مالدارۍ شديد زيان ليدلی او د هېواد نيمايي نفوس مرستې ته اړتيا لري.

اوتونبايوا، د ملګرو ملتونو امنيت شورا په غونډه کې هغو محدوديتونو ته په اشارې سره چې طالبانو «پر خپلو خلکو» لګولي دي، وويل چې دې ننګونو ته د حللاره لټول آسان کار نه دی.

هغې وویل په هغه صورت کې چې له طالبانو سره تعامل موجود نه وي، افغانستان د انزوا پر لور ځي. نوموړې ټینګار وکړ: «انزوا حللاره نه ده. موږ باید د افغانستان د خلکو په ګټه د اعتماد رامنځته کولو له پاره تعامل ته ادامه ورکړو. موږ باید هم صبور او هم لاس په کار او هم په خپلو اصولو کې ځواکمن او ژمن واوسو. خو تر ټولو مهمه دا ده چې موږ باید د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن اوسو.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب