1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کی د بندیانو له پاره د حقوقي خدماتو غوښتنه

۱۴۰۳ مهر ۱۹, پنجشنبه

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتو ځانگرې استازې د پلچرخي زندان تر لیدو او د طالبانو په اداره کي د زندانونو د چارو له مسئولینو سره تر خبرو وروسته د بندبانو له پاره د حقوقي خدماتو غوښتونکې سوه.

په کابل کې د طالب بندیانو پریښودل شوی زندان
د طالبانو زندانانځور: STRINGER/REUTERS

يوناما د یوې بيانيې په خپرولو سره ویلي دي چي په افغانستان کي د ملگرو ملتو  د مرستندوی پلاوې مشرې روزا اوتونبایوا، د سې شنبې په ورځ د طالبانو د زنداونو د تنظیم ادارې له مشر محمد یوسف مستري، سره ولیدل او په تیره بیا یې د زنداني ښځو په گډون د زیان منونکو بندیانو له پاره د حقوقي خدماتو غوښتنه وکړه.

د یوناما په بيان کې راغلي دي چي په دغه لیدنه کتنه کي اوتونبایوا د بندبانو په هکله خپلې «بیلابیلې اندېښنې» بیان کړي دي. داسي اندېښنې سته چي د طالبانو په اداره کي شکنجه د «اعتراف او رسمي سزاگانو د وسیلې» په توگه موجوده ده.

ملگرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو په وروستیو دریو کلونو کي په خپلو رپوټونو کي تل د طالبانو په زندانونو کي د بندیانو پر شکنجې  باندي انتقادونه کړي دي او د بندیانو د اساسي حقونو د ساتنې غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو په زندانونو کي د ښځو د جنسي ځورونې او شکنجې په هکله هم رپوټونه موجود دي.

دیوناما په خبره، د زیان منونکو بندیانو په خاص ډول د ښځو د حقونو او د زندان د خدماتو د مسلکی کولو له پاره د کافي حقوقي مرستو نه موجودیت داسي موارد ول چي په دغو خبرو اترو کي مطرح سوي دي.

یوناما همدارنگه د بندیانو د حقونو د ساتلو او د هغوی د لا زیات محافظت غوښتنه کړې ده او ویلی یې دي چي «د نیونو لوړه کچه او د بندیگرت د اوږدمهاله حکمونو صادرول» د دې سبب سوي دي چي د زندانونو پر آسانتیاوو د پام وړ فشار رامنځته سي.

پر ابراهيم خيل نجرابي د طالبانو په زندان کې څه تير شوي؟

11:08

This browser does not support the video element.

روزا اوتنبایوا د پلچرخي زندان ته هم تللې ده، هغه ځای چي پکښې څه د پاسه ۵۰۰۰ زندانیان ساتل کیږي. دیوناما په خبره، په دغه زندان کي د بندیانو شمیر مخ پر زیاتیدو دی او هره ورځ د آزاد سوو کسانو په پرتله ډېر کسان دغه زندان ته استول کېږي.

د طالبانو د زندانونو د تنظیم ادارې رئیس، په دغه لیدنه کتنه کي له یوناما څخه غوښتنه وکړه چي د زندانیانو روغتیايي څانگو، خوراک، زده کړو او مهارتونو ته رسېدگي وکړي.

د طالبانو د زندانونو د تنظیم ادارې مشر یوسف مستري، د روان کال په سپتمبر میاشت کي وویل چي څه د پاسه ۲۰ زره کسان د دغې ډلې په توقیف خانو او زندانونو کي شپې او ورځې تیروي. هغه زیاته کړه چي له شاوخوا ۱۱ زرو محکوم سوو بندیانو څخه، زر یې ښځي او شاوخوا ۸۰۰ یې کوچنیان دي.

د یوناما مشرې په دغه لیدنه کتنه کي خبرداری ورکړ چي پر ښکارهبشري اړتیاوو سربیره، له افغانستان  څخه د نړیوالو مرسته کوونکو ملاتړ مخ پر کمیدو دی او د دغه کمښت علت، تر یو حده پوري د طالبانو ادارې له خوا د ښځو پر وړاندي بندیزونه او همدارنگه دامر بالمعروف  او نهی المنکر د قانون تصویب دی چي د خلکو پر شخصي چلند په تیره بیا ښځو باندي عملي کیږي.

یوناما په دغه وینا کي ویلي دي چي د طالبانو ادارې له نورو بڼسټونو سره تعامل ته ادامه ورکوي، تر څو ټولو بندیخانو چي په هغو کي د طالبانو د استخباراتو ریاست او کورنیو چارو وزارت تر کنترول لاندي زندانونه هم شاملیږي، لاس رسی پیدا کړي.

 

GP/NZ/Sirat

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب