1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونسکو د زده کړو نړیواله ورځ د افغان نجونو په نوم کړه

۱۴۰۱ بهمن ۱, شنبه

د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي بنسټ، یونسکو خبر ورکړی، چې سږ کال یې د ښوونې او روزنې نړیواله ورځ افغان نجونو ته ځانګړې کړې ده.

Afghanistan Uni Herat Studentinnen demonstrieren für Bildung
انځور: MOHSEN KARIMI/AFP

یونسکو د خبرپاڼې په خپرولو د مېرمنو او ځوانو نجونو د زده کړو او ژر ښوونځیو ته د ورګرځېدو غوښتنه کړې ده.

دغې بنسټ په خپلې خبرپاڼې کې پر افغان ښځو او نجونو د زده کړو بندیز ویجاړوونکې پرېکړه ګڼلې او ویلي یې دي، چې دا پرېکړه د نورو ستونزو سربېره د زده کړو برخه کې د تېرو شلو کالونو لاس ته راوړنې له منځه وړلی شي.

آلمان غواړي افغان نجونو ته په بهر کې د لوړو زړه کړو زمينه برابره کړي

یونسکو ویلي، افغانستان په نړۍ کې یواځینی هېواد دی، چې مېرمنې او نجونې پکې د زده کړو اجازه نه لري. دغې بنسټ اندېښنه ښودلې چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال له سپټمبر میاشتې وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړلو سره ۱،۱ میلیونه ځوانې نجونې او مېرمنې رسمي زده کړو ته لاسرسی نه لري.

ویل شوي، ۸۰ سلنه ځوانې مېرمنې او نجونې چې ښوونځیو ته د تللو شرایط یې پوره دي، له ښوونځیو منع شوي او نیږدې ۳۰ سلنه یې هېڅکله لومړنیو زده کړو ته نه دي تللي.

طالبانو افغانستان کې د نجونو پر لوړو زده کړو بندیز لګولیانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د دغې بنسټ د خبرپاڼې پر اساس، وروسته له هغې چې د ۲۰۲۲ کال دیسمبر کې پوهنتونو ته د ښځو او نجونو پر تلو بندیز ولګول شو، له سل زره ډېرې نجونې چې دولتي او نادولتي پوهنتونو او تعلیمي موسسو کې یې زده کړې کولې، له زده کړو محرومې شوې.

د یونسف د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۸ کال پورې د لوړو زده کړو برخې کې د مېرمنو شمېر شل چنده زیات شوی و او د طالبانو تر بندیز وروسته له هرو درېو ښځو یوې یې پوهنتون کې نوم لیکنه کړې وه.

د ۲۰۲۱ م کال اګست کې پر افغانستان د طالبانو له دویم واري ولکې وروسته یونسکو له ۶۵ سلنه مېرمنو څخه ۲۵ زرو ته د لیک لوست زده کړې پروګرامونه پیل کړي.

طالبان څه ډول یو تحصیلي نظام غواړي؟

پر افغانستان د طالبانو له ولکي سملاسي وروسته دغې ډلې ځوانو نجونو ته اجازه ور نه کړه، چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته ولاړې شي.

که څه هم نړیوالې ټولنې د ښوونځیو د پرانستې تمه لرله؛ خو طالبانو په یوه حیرانوونکي فرمان کې ښځې له زده کړو او دولتي ادارو کې له کار منع کړلې.

د طالبانو دغې پرېکړې د نړیوالو تندې نیوکې او غبرګونونه پارولي؛ خو دغې ډلې د «هېڅ ډول» غبرګونونو خیال نه دی ساتلی.

شکيلا ابراهيم خېل/امید دیدار/ن.ص.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل