1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: افغان مهاجرو ته د الکترونیکي کارتونو د ویش لړۍ

۱۴۰۰ دی ۱۵, چهارشنبه

ملګرو ملتونو د ټول هیواد په کچه د ۱۴ سوه زره افغان مهاجرو د تائید، د هغوي د معلوماتو اپ ډیټ یا نوي کولو او هغوي ته د سمارټ یا الکترونیکي کارتونو د ورکولو له کبله د پاکستان د حکومت ستاېنه کړې ده.

Videobeitrag Q Refugee | Pakistan issues biometric IDs to Afghan refugees
انځور: ARD

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ (UNHCR) له خوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې په پاکستان کې په تیرو لسو کلونو کې په دومره پراخه پيمانه د مهاجرو تائید او د هغو د معلوماتو د اپ ډیټ کولو کار د لومړي ځل له پاره شوی دی.

د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ سره د دې پروګرام په لړ کې په لومړي پړاو کې نږدې د ۱۲ لکه کډوالو کوائف او معلومات اپ ډیټ کړای شول. په دې کې دوه سوه زره ماشومان هم شامل دي. دغه پروژه تیر کال په اپریل میاشت کې پيل شوې وه.

تر اوسه پورې ۷۰۰ زره افغان کډوالو ته سمارټ کارډ یا الکترونیکي کارتونه ورکړل شوي دي. پاتې کسانو ته به همدا د روان میلادي کال په لومړيو میاشتو کې کارتونه ورکړل شي.

سمارټ کارتونه به مهاجرو ته خوندیتوب ورکړي

د دغو کارتونو د اعتبار نیټه تر ۲۰۲۳ م کاله پورې ده. په دې کې بائیومیټرک ډیټا یا معلومات موجود وي چې د نوې ټکنالوژۍ په مرسته په پاکستان کې د هر یوه کس د پيژندلو له پاره ترې استفاده کیږي

د  UNHCR ویاند بابر بلوچ وایي: «دا سمارټ کارتونه به افغان مهاجرو ته خوندیتوب او د زده کړې، روغتیا او بانکدارۍ به برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي.»

د بابر بلوچ په وینا د دې پروژې په مرسته به افغان مهاجر د پخوا په پرتله په بهتر شکل سره د خپلو ستونزو په هکله رپوټ ورکړای شي. بابر بلوچ وایي: «د مهاجرو اقتصادي او ټولنیز معلومات به په پاکستان کې له دوی سره د بهتره اسانتیاو برابرولو په برخه کې مرسته وکړي او هغه مهاجر چې بیرته افغانستان ته ستنیدل غواړي له هغو سره به هم مرسته وشي.»

اوسمهال په پاکستان کې نږدې دری میلیونه افغان مهاجر ژوند کوي. په دوی کې نږدې نیمایي یې نا تائید شوي دي. افغانان په لومړي ځل پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال پاکستان ته مهاجر شوي وو. داسې یو وخت هم وو چې په دغه هیواد کې د افغان مهاجرو شمیر پنځه میلیونو ته رسیده.

بینش جاوید: ش.ن/ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل