1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونیسف: افغانستان کې ۱۲ میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا لري

احمد حکيمي | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ دی ۱۴, یکشنبه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د یکشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه په یوه راپور کې ویلي، چې ۱۲ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري او د افغان کډوالو ستنېدو دغه وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

آرشیف ۲۰۲۲ - د افغانستان په هرات ولایت کې د بېځایه شویو په یوه کمپ کې یوې افغان مور خپل ماشوم په غېږ کې نیولی
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د یکشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه په یوه راپور کې ویلي، چې ۱۲ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري .انځور: © WFP/Marco Di Lauro

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت په هکله یو تازه راپور خپور کړی دی او پکې ویلي یې دي چې د لوږې د بحران له امله په افغانستان کې ۱۲ میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا لري او تر پنځو کلونو کم عمره له ۸۵ زرو ډېر ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله اوسمهال درملنې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو ادارې دغه راپور، چې د نومبر میاشتې په ترڅ د افغانستان وضعیت تر پوښښ لاندې نیسي، وايي چې له ایران او پاکستان څخه دمیلیونونو افغان کډوالو اخراج او افغانستان ته یې راګرځیدو او همدا راز د طالبانو د ادارې له‌ خوا د ښځو پر حقونو وضع شوي محدودیتونه د ماشومانو او کورنیو ته متوجه زیانونه لا پسې زیاتوي.

د راپور له مخې، د نومبر په میاشت کې په افغانستان کې ۱.۲ میلیونه ماشومان معاینه شوي او تر ۳۳ زرو ډېر ماشومان، چې ۵۸ سلنه یې نجونې دي، د درملنې له پاره بستر شوي دي.

ملګري ملتونه افغانستان کې ۱۲ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري او د افغان کډوالو ستنېدو دغه وضعیت لا پسې خراب کړیانځور: Wakil Kohsar/AFP

یونیسف همداراز ویلي، چې د شرې یا سرخکان ضد یو سراسري کمپاین د نومبر په میاشت کې پای ته رسېدلی دی. د دې کمپاین هدف د څه باندې ۹ میلیونه ماشومانو واکسین وو. یونیسف زیاته کړې چې د دغه کمپاین په ترڅ کې تر ۸ میلیونه او ۳۰۰ زرو ډېر ماشومان واکسین شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه اړوند بنسټ وايي، چې په ټول افغانستان کې ۹۲.۵ سلنه ماشومانو د شرې یا سرخکان واکسین ترلاسه کړی دی.

یونیسف همدا راز د نومبر میاشتې په هکله په خپل راپور کې ویلي، چې د نومبر په میاشت کې بېلابېلو ساري ناروغیود شدیدو تنفسي عفونتونو او نورو ساري ناروغیو لامل شوي دي. د راپور له مخې، د کال په اوږدو کې شاوخوا ۱.۱۸ میلیونه کسان په شدیدو تنفسي ناروغیو یا سینه ‌بغل اخته شوي، چې له دې ډلې ۲۴۹۱ کسان د دغو ناروغیو له امله مړه شوي دي.

په راپور کې همداراز راغلي، چې د نس ناستې له ۱۵۰ زرو څخه ډېرې پېښې ثبت شوې دي، چې له دې ډلې د ۷۴ مشکوکو مړینو راپور ورکړل شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب