1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

یونیسف د پاکستان په بریدونو کې د۲۰ ماشومان وژل کیدل تائید کړ

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د شنبې په ورځ په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو په هوایي بریدونو کې د ۲۰ ماشومانو وژل کیدل تايید کړل. د دې ادارې په خبره ماشومان د برید پر مهال ویده ول.

Afghanistan Khost | Verletzter Junge nach pakistanischen Luftangriffen
انځور: AFP

د افغانستان په ختیځ خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستان له هوایي بریدونو پنځه ورځې وروسته د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په دې بریدونو کې د ۲۰ ماشومانو وژل کېدل  تایید کړي دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي محمد اګ آیویا، پر خپل ټویټر پاڼې  لیکلي دي چې  ۱۵ ماشومان په خوست کې وژل سوي چې ل ډلې ۱۲ تنې یې انجونې دي .

هغه ویلی چې پنځه نور ماشومان په کنړ کې خپل ژوند له لاسه ورکړي. هغه لیکلې چې دا ماشومان هغه مهال په هوایی حمله کې په نښه سوی چې  دوی ویده وو

پاکستانی پوځ د شنبې په ورځ په خوست ولایت کې څلور کلي او یو بل کلې په کنړ ولایت کې بمبار کړل. په خوست ولایت کې هغه سیمې هم  په نښه سوي دي چې وزیرستاني بې ځایه سوي خلک په کې ژوند کوی. په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۷ تنه ووژل سول او په لسګونو تنه نور ټپیان سول.

پاکستان دا بریدونه وروسته له دې وکړل چې اووه سرتیری یې له افغانستان سره پولې ته نږدې  ووژل سول. د پاکستان دغو بریدونو په افغانستان کې دننه او بهر ډیر غبرګونونه راوپارول. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي دا برید په افغانستان کې د دې هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه بللې ده. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فائق، د امنیت شورا ته د پاکستان د دې بریدونو په اړه شکایت کړی دی.

دغې پیښې د پاکستان او طالبانو تر منځ هم ترینګلتیا رامنځ ته کړې ده. طالبانو له پاکستان سره د کونړ ولایت په سرحدي سیمو کې د لسګونو امنیتی پوستو په جوړولو پیل کړی دی. طالب چارواکو ویلی چې دوی به په سیمه  کې ۴۶ امنیتی پوستې  جوړ کړی.