د زلزلې له کبله بې ځایه شوي؛ یخنۍ د ۴ ماشومانو ژوند اخیستی
۱۴۰۴ آذر ۱۳, پنجشنبه
په افغانستان کې د يونيسف استازي تاج الدين اويواله، په يوې اعلامیې کې د افغانستان په زلزله ځپلو سيمو کې د سړی او يخې هوا له کبله د رامنځته کيدونکو ناروغيو له کبله د ماشومانو د مړینې د زړه دردونکو پېښو څخه خبر ورکړی دی او د دې خلکو ناوړه وضعيت ته د پاملرنې غوښتنه یې کړې ده.
اړونده موضوع: یونیسف افغان زلزله ځپلو کوچنیانو ته د سمدستي مرستو غوښتنه کړې
اويواله په دې اعلامیه کې ويلي: «نن زما د يونيسف همکارانو د زري بابا له سيمې څخه چې د بې ځایه شويو د استوګنې د دولسو ځایونو څخه يو دی، ليدنه وکړه او زړه دردوونکي څه یې مشاهده کړل. يوازې د دوو ورځو په جريان کې په خیمه کې څلورو کوچنيانو د سينه بغل کیدو او سړې هوا له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی.»
د ژيړي بابا کمپ د کوڼر په نورګل ولسوالۍ کې دی چېرې چې د وروستۍ زلزلې بې کوره شوي کسان ژوند کوي.
يونيسف ويلي دي چې د دې ناروغيو مخه نيول کيدلای شي.
د يونيسف د افغانستان استازي وویل چې په زلزله ځپلو سيمو کې ۲۷۰ زره ماشومان د ژمي له کبله په رامنځته کيدونکو وژونکو ناروغيو د اخته کیدو له خطر سره مخامخ دي.
يونيسف وويل چې په افغانستان کې د لومړۍ خونړۍ زلزلې درې میاشتې وروسته په شمالي او ختیځو سيمو کې ماشومان په سملاسي توګه بشري مرستو ته اړتيا لري.
د يونيسف استازي په خپله دې اعلاميه کې ویلي: «زه د هغو ماشومانو د روغتيا او مصونيت په اړه ژوره انديښنه لرم چې کورونه یې زیانمن او يا هم ويجاړ شوي دي او په زرونه کورنۍ د ژمي په يخنۍ کې بې ځایه شوي او سرپناوې نه لري.»
اړونده موضوع: په افغانستان کې د زلزله ځپلو له پاره د ۱۴۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه
د يونيسف په خبره د شپې له خوا د تودوخې درجه صفر ته کښته کيږي او کيدای شي تر منفي ۲۵ سانتي ګراد درجې ته ورسېږي.
يونيسف یې له تمويل کوونکو څخه غوښتنه کړې ده چې له پروګرامونه سره یې مرسته وکړي او ويلي یې دي چې په افغانستان کې زلزله ځپلي ګرمو جامو، د خيمو او کورونو د ګرمونو له پاره نغدو پېسو، روغتيايي خدماتو او همدا راز زده کړو اړتيا لري.