1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونيسف: په مهاجر کمپونو کې د ماشومانو ژوند ښه نه دی

۱۴۰۲ شهریور ۷, سه‌شنبه

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ سازمان (يونيسف) د آلمان په مهاجر کمپونو کې د نجونو او هلکانو پر وضعيت خواشيني ښودلې ده. دغه اداره د بهتريو غوښتنه کوي.

Symbolbild | Deutschland Familiennachzug
انځور: Patrick Pleul/dpa/picture-alliance

د يونيسف ويلي دي چې د آلمان په مهاجر کمپونو کې د نجونو او هلکانو لپاره وضعيت ښه نه دی. د دغه سازمان په وينا په دغو کمپونو کې تاوتريخوالی تکراري ستونزه ده. زياته شوې چې ماشومان د خلوت او محرموالې لپاره ځای هم پکښي نه لري.

ياد سازمان دغه نيوکې په آلمان کې د مهاجرو پر هغو ډله ايزو کمپونو کړي دي چې پکښې زيات مهاجر او کورنۍ ساتل کيږي. د يونيسف په وينا زيات وختونه په دغو کمپونو کې د ماشومانو لپاره د ژوند کولو وړ ځايونه نه وي.

يونيسف د بشري حقونو لپاره د آلمان د انستيتيوت (DIM) سره په ګډه يو راپور معرفي کړ. د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اګست ۲۹ نېټه) په برلين کې معرفي شوي دغه راپور کې د څلورو مهاجر کمپونو وضعيت تشريح شوی دی. يادو سازمانونو وويل چې د مرکو او څارنې وروسته ورته جوته شوې چې په دغو مهاجر کمپونو کې په سيستماتيکه توګه د وضعيت څارل او ارزيابي کول په کافي اندازه نه کيږي.

په ډليزه مهاجر کمپونو کې زیات انسانان اشپزخانه، غسلخانه او نور ځايونو په مشترکه توگه کارويانځور: Sebastian Willnow/dpa/picture alliance

دغه راپور ته د «دغه ژوند نه دی» عنوان ورکول شوی. يونيسف ويلي دي چې دغه څېړنه يې استازولې نه ده. څېړنه د هايډلبېرګ د زينوس انستيتيوت له خوا تر سره شوي ده. په وينا يې د څېړنې په ترڅ کې د ۶ او ۱۷ کلونو تر منځ عمر لرونکي ۵۰ مهاجر ماشومان پوښتل شوي دي. دغه مرکې د آلمان په شمال، سويل، ختيځ او لوېديځ کې تر سره شوی دي. زياته شوې ده چې د ماشومانو تر څنګ د مهاجر کمپونو کاريګر هم پوښتل شوي.

په راپور کې راغلي دي چې د مهاجرو نجونې او هلکان زیات کلونه په مهاجر کمپونو کې ژوند کوي او د دباندې نړۍ سره اړين تماس يې نه رامنځته کيږي. په زياته د اوسېدنې لپاره پر تنګو ځايونو، د خلوت او محرموالي ځای له نشتوالي او د نظافت پر ناوړه وضعيت نيوکې شوي دي. پوښتل شوو ماشومانو په ورځني ژوند کې له تاوتريخوالې او تبعيض څخه شکايت کړی دی. دغو ماشومانو له مهاجر کمپ څخه دباندې نړۍ سره د تماس لرلو هيله هم څرګنده کړې ده. په راپور کې نيوکه شوې چې دغه ماشومان او تازه ځوانان نه توانيږي چې له کمپ څخه دباندې د دوی د عمر لرونکو لپاره برابر شوو امکاناتو څخه ګټه واخلي.

يونيسف ويلي دي چې د دغه راپور د خپرولو مقصد يې د مهاجر ماشومانو ستونزو ته د چارواکو پام را اړول او د ماشومانو ږغ ته انعکاس ورکول دي. د (DIM) انستيتيوت مرستيال مشر، ميشايل وينډفور غوښتنه کړې ده چې «آلمان بايد په عاجله توګه د بشري حقونو په تړاو خپل مسؤليتونه پوره کړي.»

آ./ا.ا./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل