1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونیسف: ۴۷۵ زره افغان ماشومانو ته صحي خواړه ورکړل شوي

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۳ دی ۱۰, دوشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف ویلي دي چې په روان میلادي کال کې د ټول افغانستان په کچه ۴۷۵ زره ماشوماتو ته صحي خواړه ویشل شوي دي.

د بې ځایه شوو په کمپ کې یو بې سرحده داکتر د سوء تغذي ماشوم معاېنه کوي
د ماشومانو د ملاتړ بنسټونو په پرله پسې ډول په افغانستان کې د مرستو د کمیدو او په سوء تغذي د ماشومانو د اخته کیدو له کبله اندېښنه ښودلې ده.انځور: Hector Retamal/AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال دسمبر۳۰) اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې یې ۴۷۵ زره ماشومانو ته د تقویتي خوړو بستې ویشلي دي.

مخکې تر دې د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي ول چې د خوړو دغه بستې د هغو ماشومانو له پاره ژغورونکي دي چې په سوء تغذي یا ناوړه تغذې اخته دي.

یونیسف په ایکس ټولنیزه شبکه کې ویلي دي: «تیار شوي درملي خواړه چې په کافي اندازه پروتین، غوړ، ویټامیونه او معدني مواد لري، له شدیدې سوء تغذیې سره د مبارزې په برخه کې پیاوړې حل لاره ده.»

په دې اعلامیه کې راغلي دي چې یونیسف درملي خواړه په افغانستان کې د خدماتو ۳۳۰۰ مرکزونو ته سپارلي چې له دې طریقه په روان میلادي کال کې ۴۷۵ زره ماشومانو ته دغه مواد رسول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د لوږي له کړکیچ څخه رنځ وړي او د ماشومانو د ملاتړ بنسټونو په پرله پسې ډول د مرستو د کمیدو او په سوء تغذي د ماشومانو د اخته کیدو له کبله اندېښنه ښودلې ده.

د ماشومانو د ملاتړ سازمان د روان کال په سپټمبر میاشت کې ویلي وو چې په افغانستان کې شاوخوا ۶،۵ میلیونه ماشومان د بیړنۍ کچې ولږې څخه رنځ وړي.

نوموړي سازمان ویلي دي چې اقلیمي بدلونونه، د سیلابونو بیړنۍ اغیزې او له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه د مهاجرو بیرته ستنیدنه د دې سبب شول چې په دومره لوړ شمیر کې ماشومان له لوږي سره مخامخ شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب