1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونيسف په کابل کې د اوبو له بحران څخه خبرداری ورکوي

۱۴۰۳ آبان ۹, چهارشنبه

يونيسف په کابل کې د اوبو د يوه بحران په اړه خبرداری ورکړی دی. ويل شوي که چېرې چټک ګامونه پورته نه شي نو دغه ښار به په څو کلونو کې د اوبو له شديد کمښت سره مخامخ شي.

کابل: يوه میرمن د اوبو وړلو په حال کې
يونيسف په يوه اعلاميه کې زياته کړې ده چې په چټکۍ سره د ښاري استوګنې ډېرېدو او اقليم د بدلون اغیزې د دې باعث شوي چې په کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه د پام وړ ټيټه شي.انځور: Getty Images

 د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې يونيسف په کابل ښار کې د اوبو د کمښت ستونزې په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه ادارې د ټولنیزو رسنيو د ايکس [پخواني تويتر] له لارې ويلي دي چې که چټګ ګامونه پورته نه شي نو د کابو پنځو ميليونو وګړو دا ښار به تر ۲۰۳۰م کاله پورې د اوبو له شديد بحران سره مخامخ شي.

يونيسف په يوه اعلاميه کې زياته کړې ده چې په چټکۍ سره د ښاري استوګنې ډېرېدو او اقليم د بدلون اغیزې د دې باعث شوي چې په کابل کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه د پام وړ ټيټه شي.

د يونيسف د افغانستان استازي تاج الدين اويواله، اغیزمنو سیمو ته تر سفر وروسته وویل: «دا يو بشري بحران دی چې په چټکه توګه مرستې ته اړتيا لري.»

کارپوهانو وړاندیز کړی دی چې کابل ته د اوبو رسولو په موخه د پنجشير سيند د اوبو کارول به د دې بحران يو بالقوه حل وي.

خو په دغه هېواد کې د اقليم بدلون د پايلو اغیزمنتوب، اقتصادي بې ثباتي او د څو لسیزو کړکېچ پايلې د دې ډول پروژو عملي کولو په لار کې د پام وړ ننګونې دي. 

د ملګرو ملتونو په حواله د افغانستان د نفوس کابو ۸۰ سلنه یې پاکو اوبو ته په کافي اندازه لاس رسی نه لري.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه يو دی چې د اقليمي بحرانونو څخه ډېر اغیزمن دي. دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد په نړيواله کچه کابو هیڅ مضر ګازونه نه افرازوي.

د څو لسیزو جګړو او بحران وروسته دغه هېواد د اقليم د بدلون اغیزو ته د ځواب ويلو له پاره په کافي اندازه چمتووالی نه لري.

ب. ص/ ن. ز (dpa)

د اقلیم د بدلون له امله افغانستان له کومو ستونزو سره مخ دی؟

05:15

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب