1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهنړیوال

يونيسف: تر ۳۷۰ میليونه ډېري نجونې د جنسي زور زياتي ښکار شوي

۱۴۰۳ مهر ۱۹, پنجشنبه

يونيسف موندلې ده چې د جنسي تاوتریخوالي موضوع تر فرهنګي، اقتصادي او جغرافیايي ساحو پورې محدوده نه ده. دا رپوټ وايي چې په ټوله نړۍ کې له اتو څخه یې يوه نجلۍ ۱۸ کلنۍ ته د رسېدو ترمخه د جنسي تیري او يا جنسي ځورنې ښکار شوی.

آرشيف انځور: په ايتاليا کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي پر ضد احتجاج
پر مخ د لاس سره نخښه په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي ته د پام اړولو پر نړيوال سمبول بدله شوې.انځور: Luca Bruno/AP Photo/picture alliance

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق «يونيسف» د پنجشنبې په ورځ يو رپوټ خپور کړی دی چې پکې راغلي دي چې له اتو څخه یې يوه نجلۍ ۱۸ کلنۍ ته د رسېدو ترمخه د جنسي تیري او يا جنسي ځورنې ښکار شوی ده، چې دا په ټوله نړۍ کې څه نا څه ۳۷۰ ميلیونه نجونو ته رسېږي.

د يونيسف اجرایوي مشرې کاترين روسل، د يوې اعلامیې په ترڅ کې وويل: «له ماشومانو سره جنسي زور زیاتی زموږ پر اخلاقي وجدان يو داغ دی.» هغې وویل: «دا د ژورې او تلپاتې تراوما يا صدمې رسېدو باعث ګرځي، اکثره وخت د هغه چا له خوا چې ماشوم یې پيژني او باور پرې کوي، په داسې ځایونو کې ماشوم پکې په اصل کې باید ځان خوندي احساس کړي.»

د يونيسف رپوټ هغه مسئله هم یاده کړې ده چې د جنسي زرو زياتي «له تماس پرته» ډولونه بلل کيږي چې په آنلاین او يا لفظي بڼه ترسره کيدونکې زور زياتی پکې شامل دی. که چیرته لفظي او په انلاین بڼه ترسره کیدونکی جنسي تاوتریخوالي هم په نظر کې ونیول شي، د جنسي تاوتریخوالي د پیښو دغه شمیر ۶۵۰ میلیونو قربانیانو او يا په هرو پنځو کې يوه ته رسيږي.

په پاکستان کي د جنسي تيري قرباني د کاليو په ننداره کي

01:33

This browser does not support the video element.

هلکان هم په نخښه کيږي

رپوت موندلې ده چې د جنسي تاوتریخوالي موضوع تر فرهنګي، اقتصادي او جغرافیايي ساحو پورې محدوده نه ده. د افريقا هغه برخې چې د صحرا په جنوب کې پرتې دي، په ۷۹ میليون اغیزمنو نجونو سره تر ټولو ډېر شمیر لري. ورپسې ختیځه او جنوب ختيځه آسيا په ۷۵ میليون قربانیانو سره دويم ځای لري او بيا ورپسې د ۶۸ ميليون قربانيانو سره اروپا او شمالي امريکا دي. 

په دې څېړنه کې ويل شوي دي چې جنسي تاوتريخوالی په ځانګړي توګه په هغو سيمو کې ډېر دی چې امنيتي وضعيت یې حساس وي.

د يونيسف رپوټ وايي چې هلکان هم په نخښه کیږی. زياته شوې ده چې په ۱۱ کې يو هلک او په ټوله کې د ۲۴۰ او ۳۱۰ میليونو ترمنځ هلکانو په خپل ماشومتوب کې جنسي تيری او يا جنسي ځورونه تجربه کړې ده.

يونيسف د خپل دې رپوټ د بشپړولو له پاره د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۲م کالونو ترمنځ له ۱۲۰ هېوادونو څخه معلومات راټول کړي دي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب