1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاريتاس: په افغانستان کې بيړنيو مرستو ته اړتیا ده

۱۴۰۰ شهریور ۲۳, سه‌شنبه

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو تر کنفرانس وروسته په کابل کې د کاريتاس دفتر مشر شتيفن ریکر اوس په افغانستان کې ستره ستونزه د پيسو نه شتون ګڼلې ده.

Afghanistan Kabul Flüchtlinge
انځور: DW/H. Sirat

شتيفن ريکر د آلمان په کلن ښار کې د سه شنبې په ورځ د «ARD» تلويزيوني چينل د سهار مجلې په خبرو کې وويل چې د افغانستان بانک هم پيسې نه لري او د دغه هيواد ټولې پيسې امریکا کنګل کړي دي.

هغه وويل چې د طالبانو پر ضد  لګيدلي بنديزونو او دغه وضعیت کې باید بدلون راشي. ريکر تينګار وکړ چې بانکي او د پور ورکولو ستونزي بايد حل شي، ځکه په دغه هيواد کې خلک پيسې نه لري چې د ضرورت وړ توکي رانيسې، غذاي مواد، خيمو او کمپلو ته ډيره اړتيا ده. دغه وضعيت باید بدلون ومومي.

د دوشنبې په ورځ په ژنيو کې د ملګرو ملتونو له خوا کنفرانس  په افغانستان کي د اړمنو کسانو له پاره د مرستي رسولو په پار جوړ شو. په دي کنفرانس کي يادونه وشوه چې په دغه هيواد کي اړمن انسانان بيړنيو مرستو ته ضرورت لري. په دغه کنفرانس کې له افغانستان سره تر ۸۵۰ ميليونه ډالرو زياتو بشري مرستو ژمنه وشوه.

ريکر چې اوس په آلمان کي دی زياته يې کړه: »د دې له پاره چې په افغانستان کي بانکي ستونزي له منځه ولاړې شي، بايد اروپا پر امريکا فشار راوړي. له پيسو پرته سړی نه شې کولي چې هيڅ هم وکړي. کاريتاس هيله لري چې ډير ژر افغانستان ته وروګرځي.

د اګست مياشتي په نيماي کي طالبان يوار بيا په افغانستان کې واک ته ورسېدل او هلته بشري وضعيت نور هم خراب شو. دغه راز اوس د افغانستان خلک له وچکالۍ او کرونا پانديمي څخه هم زوريږې.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب