1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ژنيو کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کنفرانس

۱۴۰۰ شهریور ۲۲, دوشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان په کوربتوب نن دوشنبه په ژنيو کې د افغانستان له پاره یو دونر کنفرانس دایریږي. دغه کنفرانس په داسې وخت کې رابلل شوی چې په افغانستان کې د یوه بشري بحران له رامنځ ته کیدو څخه ویره مخ پر ډیریدو ده.

NYC, UN | Vereinte Nationen | Antonio Guterres
انځور: Eskinder Debebe/UN Photo/Xinhua/picture alliance

د ملګرو ملتونو سازمان د محاسبې له مخې افغانستان به تر دسمبر میاشتې پورې شاوخوا ۶۰۶ میليونه ډالرو ته اړتیا ولري.

په داسې حال کې چې ډېر هیوادونه د بشري مرستو برابرولو ته لیواله دي، خو ډېری يې اندېښنه لري چې دغه مرستې به څنګه مصرفیږي او وايي چې شرایط باید له مالي مرستو سره تړلي وي. په دغه کنفرانس کې به شاوخوا ۴۰ وزیران ګډون وکړي.

تمه ده چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوتریش به هم ژنيو ته راشي، په داسې حال کې چې يو شمیر نور به په آنلاین بڼه ګډون وکړي.

په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې، په افغانستان کې میشت تقریبا ټول نړیوال ځواکونه هم تر شل کلن حضور وروسته وتلي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان نمایندګيانې وايي چې اوسمهال په افغانستان کې اساسي خدمات د سقوط په درشل کې دي او کیدای شي چې بشرې مرستې د روغتیايي خدماتو، د اوبو برابرولو او د حفظ الصحې په برخو کې ادامه ولري.

دوی دغه راز وايي چې دغه مالي مرستې به د ښځو او ماشومانو د ملاتړ او د تعلیمي پروژو په برخه کې ولګيږي. کیدای شي له دغو مرستو څخه د شاوخوا ۳ اعشاریه ۵ میلیونه داخلي بيځايه شویو کسانو ته د عاجلو سرپناه برابرولو په برخه کې هم مصرف شي.

ملګري ملتونه وايي چې د خوراکي توکو له پاره د پیسو اړتیا ده، او زیاتوي چې ۹۵ سلنه خلک د خوړلو له پاره کافي امکانات په لاس کې نه لري.

د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو کمشنر، فليپو ګراندي د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د «جګړو بیا پیلیدل، د بشري حقونو څخه سرغړونې او یا په دغه هیواد [افغانستان] کې د اقتصاد او اساسي خدماتو سقوط کیدل» به له افغانستان څخه د لا ډیرو افغانانو د وتلو سبب واقع شي.