1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې له نشه يي توکو استفاده ډیره شوې

۱۴۰۴ بهمن ۱۲, یکشنبه

په افغانستان کې له جرمونو او نشه یې توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر په حواله په دغه هیواد کې د تاریاکو په استفادې ۹۱ سلنه، د چرسو۶۴ سلنه، د تابلیت «K» ۱۱ سلنه او له شیشې څخه په استفادې کې ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په افغانستان کې څو تنه معتادین د نشه یي توکو د استفادې په حالت کې
اقتصادي ستونزې او په ځوانانو کې بې روزګاري د مخدره موادو په استفادې کې د زیاتوالي له لاملونو څخه ګڼل کیږيانځور: Attiqullah Motmain/DW

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له جرمونو او نشه یې توکو سره د مبارزې دفتر تازه رپوټ چې د ۲۰۲۶م کال د فیبرورۍ په لومړۍ نیټه خپور شوی دی ښيې چې په افغانستان کې له مخدره موادو څخه د استفادې کچه مخ پر زیاتیدو ده.

د چرسو او تاریاکو ترڅنګ د مصنوعي نشه یي توکو لکه، مت آمفتامین (شیشه)، تابلیت کا «K» او همدارنګه له طبي درملو څخه ناوړه استفاده زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو دغه بنسټ ویلي دي چې حتی د ځینو موادو بیه د یوه کارګر د ورځني عاید تر ۱۳۸ سلنې ته رسیږي.

مصرفونکي بیا په هیواد کې بې وزلي، بې روزګاري، اقتصادي ستونزې، د بدن دردونه، رواني فشارونه، کورني مشکلات او وابستګي د مخدره موادو د دوامداره استفادې اصلي لاملونه په ګوته کوي؛ هغه مسایل چې ښیې د نشه یي توکو کړکیچ له ټولنیز او اقتصادي فشارونو سره مستقیم ارتباط لري.

د دې سروی موندنې ښیې چې ۸ سلنه د دغو کسانو د خپل ژوند په اوږدو کې له دغو موادو څخه د پيچکارۍ په وسیله استفاده کړې ده او تر ۵۷ سلنې ډیرو په مشترک ډول پيچکاري کارولې ده، په داسې حال کې چې د دوی تر نیمایي ډیرو یې ضد عفوني یا تعقیم کوونکو وسایلو ته لاس رسی نه درلود.

د درملنې امکانات

د درملنې په برخه کې هم جنسیتي نابرابري په څرګند ډول لیدل کیږي. یوازې ۹ سلنه ښځې د درملنې خدماتو ته لاس رسی لري، دغه کچه بیا په نارينه و کې ۳۵ سلنه ده.

د نشه یي موادو د درملنې ډیری مرکزونه یوازې نارينه و ته خدمات وړاندې کوي او په یو شمیر ولایتونو کې ښځو ته د درملنې امکانات محدود دي.

نوموړي بنسټ وړاندیز کړی دی چې د درملنې خدمات باید داوطلبانه او د ښځو او نارينه و له پاره د برابرو حقونو پر بنسټ پراختیا ومومي.

د روغتیایي پرسونل رزونه باید پیاوړې شي او درملنه له لومړنیو روغتیایي مراقبتونو، رواني ملاتړ، ټولنیزو مرستو او کاري فرصتونو سره یوځای وړاندې شي.

همدارنګه سپارښتنه شوې ده چې پروګرامونه باید د هر ولایت له شرایطو سره سم تنظیم شي او د مالي ملاتړ د پروګرامونو په وسیله، تر درملنې لاندې افرادو پر کورنیو اقتصادي فشار را کم کړای شي.

پوهه: د انسان پر روان باندی د چرسو ناوړه اغیز

25:00

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب