م.م افغانستان ته د بشري مرستو پروازونه له سره پیل کړل
۱۴۰۰ شهریور ۱۲, جمعهد ملگرو ملتو ویاند ستیفان دوشاري ويلي دي چي د بشر دوستۍ د مرستو په رسولو به ۱۶۰ بشري سازمانونه په دې وتوانیږي چي د افغانستان په ولایتونو کي خپل کارونه له سره پیل کړي. نوموړي ویلي چي په اوس وخت کي د بشری مرستو دغه پروازونه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد د افغانستان په شمال کي مزارشریف او جنوب کي کندهار سره وصلوي.
رویترز خبري آژانس د ملگرو ملتونو په حواله رپوټ ورکړی چي د اگست له ۲۹ مي څخه تر اوسه پوري درې پروازونه مزارشریف ته ترسره سوي دي. اوس په پام کي ده چي نور پروازونه به هم ترسره سي.
د دوشاري د معلوماتو له مخي، سربیره پردې د هوايي ترانسپورت یو پُل هم جوړیږي، تر څو د مثال په ډول دارو درمل دغه هیواد ته انتقال کړي. د مرستندویه سازمانونو په حواله، افغانستان په اوس وخت کي عاجلو بشري او صحي مرستو ته اړتیا لري.
د ملگرو ملتو ویاند ویلي دي چي د بشري مرستو پروازونو له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ پوري په افغانستان کي شلو هدفونو ته مرستندویه توکي انتقال کړي دي. د هغه په خبره که مناسب امنیتي وضعیت او تمویلي منابع په لاس کي وي، نو دغو سیمو ته به د بشري مرستو د موادو انتقال له سره پیل سي.
GP/NZ/AG