ملګري ملتونه له طالبانو سره د ښوونځيو په هکله غږيږي
۱۴۰۲ خرداد ۲۶, جمعه
د م.م. د ماشومانو څانګه وايي چې له طالبانو سره د »مهال وېشونو او عملي اقداماتو« په هکله خبرې کوي. دا خبرې د ښوونيزو پروګرامونو پر سر کيږي.
اعلان
مرستندويه ټولنې وايي طالبانو ورته اشاره کړې ده چې نړيوال سازمانونه نور په ښوونيزو پروژو کې برخه نه شي اخيستلی. ملګرو ملتونو پر دغه کار باندې انتقاد کړی دی، خو د طالبانو چارواکو په دې هکله څه نه دي ويلي.
يونيسف وايي چې د ښوونې او روزنې وزارت څخه يې ډاډ تر لاسه کړی دی چې د دوی ښوونيز ټولګي به دوام پيدا کوي په داسې حال کې چې د موضوع په هکله خبرې لا دوام لري.
د دې سیار ښوونځي مشر وزیر خان چې خپل عمر ۲۳ کلن ښیي او په وینا یې د خپلو لوړو زده کړو ترڅنګ له نورو همکارانو سره په ګډه بېوزلو ماشومانو ته یې تدریس پیل کړی. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «ما به په کلیوالو سیمو کې ماشومان لیدل چې ښوونځي ته به نه تلل، د زده کړو زمینه به ورته نه وه برابره. نو ما له ځان سره تصمیم ونیوو چې د تعلیم پر برخه کې فعالیت شروع کړم.»
انځور: Amir Khan Zaland/DW
د لیک او لوست تمرین
په دې سیار ښوونځي کې زده کوونکي په ازاده فضا کې زده کړې کوي. دوی لا هم د زده کړو لپاره لومړینو امکاناتو ته لاسرسی نه لري. یو تن زده کوونکی عابد وایي: «زه له څلورو میاشتو راهیسې دلته درس وایم. صنف نه لرو. استاد کله یو ځای او کله بل ځای موږ ته درس راکوي.»
انځور: Amir Khan Zaland/DW
لیک او لوست د روښانه راتلونکي له پاره
وږمه یو بله زده کوونکې ده چې له لیک او لوست سره مینه لري او وایي چې ډېره خوشحاله ده چې زده کړې کوي. هغې وویل: «ما دلته ډېر شیان زده کړل او ډېره خوشحاله یمه.» بتخاک سیمه چې د کابل له مرکز څخه په ۱۷ کیلومترۍ کې پرته ده، ډېری اوسېدونکي یې په کرنې او مالدارۍ اخته دي.