د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزو چارو ادارې وړاندوېنه ښيې چې له ۱۹۵۰ م کال راهیسې د نړۍ نفوس په تر ټولو لږ سرعت سره زیاتیږي او د نومبر میاشتې تر نیمایي پورې به ۸ میلیاردو ته ورسیږي.
دغې ادارې وړاندوېنه کړې ده چې په ۲۰۳۰ میلادي کال کې به د نړۍ نفوس ۸،۵ میلیارده تنو، په ۲۰۵۰ م کال کې به ۹،۷ میلیارده او په ۲۰۸۰ لسیزه کې به شاوخوا ۱۰،۴ میلیارده تنو ته ورسیږي.
د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د دوشنبې په ورځ د دې رپوټ د خپرولو پر مهال وویل چې اته میلیارده تنو ته د نړۍ د وګړو شمیر د رسیدو مهمه پيښه «زمونږ د سیارې د حفاظت په برخه کې د ګډ مسئولیت د یادونې او په دې برخه کې د ژور فکر کولو شیبه ده چې په کومو برخو کې د یوه او بل په مقابل کې د خپلو ژمنو په ترسره کولو کې پاتې راغلي یو.»
ګوتېرش زیاته کړه: «دا هغه فرصت دی چې مونږ پکې باید خپله تنوع ولمانځو، خپل ګډ بشریت وپيژنو او د روغتیا په برخه کې د خپلو هغو پرمختګونو ستاېنه وکړو چې د عمر د اوسط ډیریدو او د مور او ماشوم د مړينې کچې کمیدو سبب شوي دي.»
د دغه رپوټ پر بنسټ، په داسې حال کې چې په یو شمیر هیوادونو کې د ماشوم د زیږیدو کچه کمه شوې ده، په راتلونکو لسیزو کې به د نفوس تر نیمایي ډير زیاتوالی په اتو هیوادونو کې وي.
دغه هیوادونه عبارت دي له د ګانګو دیموکراتیک جمهوریت، مصر، ایتوپیا، هندوستان، نایجیریا، پاکستان، فیلیپين او تانزانیا څخه.
آژانسونه: ش.ن/ س. ر
د م.م. د وروستي راپور په حواله په نړۍ کي د نارينه وو په پرتله د ښځو شمېر مخ پر کمېدو دی. په دغه راپور کي د افغانستان په گډون نور هغه هيوادونه پېژندلای سئ چي د سلو مېرمنو په تناسب تر سلو زيات نارينه پکښي ژوند کوي:
انځور: Reuters ۳۰۶،۳۵ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: picture-alliance/robertharding/T. Graham۲۷۲،۲ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: Fayez Nureldine/AFP/Getty Images۱۸۴،۴ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: Getty Images/AFP/M. Mahjoub۱۶۱،۳ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: AFP/Getty Images/M. Al Shaikh۱۳۵ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: AP۱۳۰،۹ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine ۱۲۳ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: AP۱۱۳،۴ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: picture-alliance/dpa۱۰۷،۶ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: picture alliance/dpa/P. Adhikary۱۱۰،۵ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: picture-alliance/dpa/M. Messara۱۰۶،۳ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: picture alliance/dpa/L. Xianbiao۱۰۶،۶ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: Reuters/W. Rattay۱۰۶،۴ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: picture-alliance/dpa/R. Gul۱۰۵،۶ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: Shabana Haris۱۰۳،۵ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: Axel Warnstedt۱۰۳،۴ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: picture-alliance/AP/E. Valili۱۰۲،۷ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: AFP/Getty Images۱۰۲،۶ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: Kola Sulaimon/AFP/Getty Images۱۰۱،۶ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: Imago/blickwinkel/B. Bachmann۱۰۰،۳ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: Reuters