1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د طالبانو جګړې به د ديپلوماتيکو پرمختګونو لوری بدل کړي»

۱۴۰۰ تیر ۲, چهارشنبه

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان د ولایتونو مرکزونه ډېر ژر د طالبانو تر کنترول لاندې راتللی شي. بل لور ته د طالبانو له خوا د ولسوالیو د نیول کیدو لړۍ هم دوام لري.

Afghanistan Taliban feiern Waffenstillstand mit Einwohnern in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

له تیرو څو ورځو راهیسې طالب جنګیالیو د جګړې سنګر تود ساتلی دی چې له امله یې حکومتي ځواکونو ته ډیر زیان اوښتی دی.

ملګرو ملتونو د خبرداري په ورکولو سره ویلي دي چې د دې خطر موجود دی چې په شدت سره روان نظامي وضعیت په دغه جګړه ځپلي هیواد کې د امنیت او ثبات په برخه کې د دیپلوماتیکو پرمختګونو لوری بدل کړي.

افغان چارواکي وایي چې طالبانو د هیواد په شمال کې د ډيرو سیمو د نيولو لړۍ جاري ساتلې ده او اوس په سویل کې تر خپل کنترول لاندې سیمو څخه په وتلو سره د پرمختګ په حال کې دي.

د سه شنبې په ورځ طالبانو په شمال کې مهم ښار شیر خان بندر ونیوه. دا سیمه د افغانستان په شمال کې له ګاونډي هیواد تاجيکستان سره د سوداګریزو توکو د لیږد را لیږد او تګ راتګ له امله ډیر ارزښت لري.

 د سه شنبې په ورځ افغان چارواکو ویلي ول چې طالبانو د بغلان ولایت ناهرین او بغلان ولسوالۍ هم نیولي دي.

 تر ۵۰ ډیرې ولسوالۍ د طالبانو تر کنترول لاندې دي

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لیونز، د سه شنبې په ورځ وویل چې طالبانو تر اوسه پورې د افغانستان له ۳۷۰ ولسوالیو څخه تر ۵۰ زياتي تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي.

نوموړې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل: «تر کنترول لاندې نیول شوې ټولې ولسوالۍ د ولایتونو شاوخوا ته پرتې دي. له دې څخه دا واضح کیږي چې د بهرني ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته، طالبان د ولایتونو مرکزونو د نیولو له پاره امادګي نیسي.»

نوموړې زیاته کړه: «د طالبانو اوسنی پرمختګ له دې امله هم ډ‌یر مهم دی چې دا د یوه ډېر ګړندي پوځي ماموریت پایله ده. د طالبانو له خوا په دومره شدت سره د پوځي پرمختګ دوام دردونکې ثابتیدلی شي.»

د امریکا ولسمشر جو بایډن په اپریل میاشت کې اعلان وکړ چې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱ نېټې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. د ناټو سازمان غړو هیوادونو هم د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو اعلان کړی دی.

خو د ملګرو ملتونو دغه دیپلوماته وایي چې په افغانستان کې د شخړو او تشدت د زیاتیدو معنی دا ده چې په ګاونډیو او لیري پرتونو هیوادونو کې هم د امنیت د خرابیدو احساس زیات شوی دی.

د امریکا ستراتیژي به څه وي؟

د طالبانو د چټک پرمختګ او ډیرو سیمو نیول به په دې معنی وي چې امریکا به د خپلو ځواکونو پر ایستلو سربیره د یاغیانو د فعالیتونو کنترولو له پاره نورې نظامې لارې غوره کړي. امریکایي چارواکو مخکې تر دې هم ویلي ول چې هغوي به د استخباراتي معلوماتو د راټولو لړۍ روانه وساتي او د اړتیا په صورت کې به د سیمې له کوم ګاونډي هیواد څخه د پوځي عملیاتو ترسره کولو لړۍ هم جاري وساتي.

خو د امریکا له پاره په کوم ګاونډي هیواد کې د اډو ترلاسه کول هم دومره اسانه کار نه دی، ځکه له دې سره له چین او روسیې سره چې په اوس وخت کې په مرکزي آسیا کې مهم رول لري، د یوه نوي کشمکش د رامنځته کيدو خطر شته. د پاکستان په څیر ګاونډیو هیوادونو لا پخوا د دا ډول پوځي اډو له ورکولو څخه انکار کړی دی.  

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز