د امریکا حکومت پر اماراتو د اف ۳۵ ډوله جټانو پلورل تائید کړ
۱۳۹۹ آبان ۲۱, چهارشنبهد امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو د سه شنبې په ورځ (د نومبر میاشتې ۱۰ نیټه) د دغه هیواد کانګرس ته خبر ورکړی دی چې د امریکا حکومت له متحده عربي اماراتو سره د ۳۳ میلیارده ډالرو په ارزښت د پرمختللو وسلو تړون لاسلیک کړی دی.
په دې تړون کې د ۱۰میلیارده او ۴۰۰ میلیونو په ارزښت ۵۰ اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې شاملې دي. همدارنګه په دې قرارداد کې د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د جنګي وسایلو او د نږدې ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت د ۱۸ بی پيلوټه الوتکو پلور شامل دی.
پمپئو د امریکا د کانګرس استازو ته وویل چې متحده عربي امارات د مودو راهیسې د امریکا مهم «امنیتي شریک» ګڼل کیږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خبره له اسرائیلو سره د فارس خلیج د هیوادونو د اړیکو عادي حالت ته راوستلو تاریخي موافقې، «د سیمه ایزې تګلارې د مثبت تغیر له پاره د لرلید» فرصت رامنځته کړی دی.
د پمپئو اشاره په اګست میاشت کې له اسرائیل سره د مناسباتو د عادي کولو له پاره د امارات او بحران موافقې ته وه چې د امریکا په منځګړتوب رامنځته شوې ده. په عربي هیوادونو کې سوډان هم له اسرائیلو سره خپلې اړیکې عادي حالت ته راګرځولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر اماراتو د پرمختللو وسلو د پلور د دلایلو په وضاحت کې وویل چې امریکا متحده ایالات او عربي امارات د ایران په نوم یو «ګډ دښمن» لري.
مخکې تر دې د اسرائیلو حکومت پر اماراتو د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو د پلور شدید مخالفت کاوه، ځکه په سیمه کې د پوځي ځواک د موازنې خرابیدل یي په خپل زیان بلل. خو د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په دې وروستیو کې وویل چې حکومت یې له اماراتو سره د امریکا له تسلیحاتي تړون سره هیڅ مشکل نه لري.
د امریکا حکومت د اکتوبر میاشتې په پای کې کانګرس پر اماراتو د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو چې رادار یې نه شي کشفولی خبر کړی وو. دیموکراتان چې د استازو په مجلس کې اکثریت تشکیلوي، پر اماراتو د دغو پرمختللو الوتکو د پلور په برخه کې زړه نا زړه دي. دوی مودرنه وسلو ته د عربي هیوادونو د لاسرسي په پایله کې د اسرائیلو د کمزورې کیدو ویره لري.
دویچه ویله: ش.ن/ ب.ص