وسله والو کويټې ته څېرمه ۱۱ تنه وژلي
۱۳۹۹ دی ۱۴, یکشنبهمعظم علي جتويي، چې د لېويز ځواک په نوم د پوليسو او نيمه پوځي ځواکونو يو چارواکی دی، وويل چې دغه بريد د مچهـ په نوم د سکرو کان سره څېرمه شوی دی چې د کويټې ښار څخه ۴۸ کيلومتره لېرې پروت دی.
جتويي دا هم وويل چې وسله والو دغه کان کيندونکي غرو ته انتقال کړي وو او هلته يې ورباندې ډزې وکړې. د هغه په خبره شپږ تنه کان کيندونکي سمدلاسه مړه شول او پنځه تنه نور چې سخت ټپونه وراوښتي ول، روغتون ته په لاره مړه شوي دي. د جتويي په خبره لومړنيو پلټنو ښودلې چې بريد کوونکي يوازې د شيعه هزاره اقليت غړي د وژلو له پاره د ځانه سره بيولي دي او نورو کسانو ته يې ضرر نه دی اړولی.
د بريد مسئوليت سمدلاسه کومې ډلې نه دی منلی، خو په تېرو وختونو کې منع کړل شوي د لشکر جنګوي افراطي ډلې په بلوچستان کې هزاره اقليت په نښه کړی وو. ځايي تلويزيوني چېنلونو د امنيتي ځواکونو انځورونه ښودلي دي چې پکې لیدل کیږي چې دوی يوه غرنۍ سيمه تړلې او د مړو د لېږدولو له پاره ابمولانسونه ورغلي دي. پاکستاني امنيتي ځواکونو په ياده غرنۍ سيمه کې په بريدکوونکو پسې لټون هم شروع کړی دی.
AP/ن ص/ خ ح