1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: ژمي کي به ملينونه انسانان په انتهايي بد حال کي وي

۱۴۰۱ آبان ۲۱, شنبه

ملګرو ملتونو د ژمي په رانيژدې کېدو سره خبرداری ورکړی دی چي په مليونونو انسانان به د جګړو له کبله د مهاجرت په ترڅ کي په انتهايي بد وضعيت کي قرار ولري. دغه سازمان د عاجلو مرسته غوښتنه کړې ده.

په لبنان کي سوريايي مهاجر
په لبنان کي سوريايي مهاجرانځور: Mohammad Zaatari/AP/picture alliance

د مهاجرو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميسارۍ (UNHCR) پر نړيوالو ږغ کړيدی چي د ژمي په راتګ سره د اړمنو کسانو سره د مرستي په خاطر زياتي بسپني وکړي. د دغه سازمان وياندي اولګا ساراتو د جمعې په ورځ په جنيوا کي وويل: «زيات شړل شوی انسانان به بل انتخاب ونلري، بېله دې چي د خوراک او تودوالي تر منځ انتخاب وکړي. په داسي حال کي چي هغوی هم بايد خپلې سرپناوي تودې کړي، هم بايد تودې جامې پيدا کړي او هم بايد چي د تودې غذا پخلی وکړي.»

د ياد سازمان په وينا په زياته په اوکراين کي اوسېدونکو زيات شمېر انسانانو خپل کورونه د روسيې د بريد له کبله له لاسه ورکړي او دې ته اړ شوي دي چي په ورانو شوو کورونو يا اضطراري سرپناؤ کي شپې سبا کړي. زياته شوې چي دغه سرپناوي اکثريت داسي دي چي پکښي د ژمي له يخ څخه په کافي اندازه خوندي والی نه لري. هغه هم په داسي حال کي چي د برېښنا، تودوخي او اوبو رسد پری شوی دی.

سوریه: د مهاجرو کښتۍ ډوبه شوې ۷۳ مهاجر مړه دي

سارادو په افغانستان کي و حاکم د زيات شمېر انسانانو خراب حالت ته هم اشاره کړېده چيري چي تودوخه په ژمي کي تر منفي پنځه ويشت سانتي ګراد پوري لا هم راټيټيږي. د هغې په وينا زيات شمېر بېځايه شوي افغانان د خپلو ماشومانو سره په داسي حالت کي ژوند کوي چي ورباندي شديد ژمی راروان دی.

زياته شوې چي د اټکل له مخي ۳،۴ مليونه سوريايان او عراقيان په عاجله توګه مرستو ته اړتيا لري «چي و ژمي ته چمتو والی ونيسي». د سارادو په وينا له تقريبا لسو کالو راهيسي روانې جګړې له کبله په منځني ختيځ کي زيات شمېر مهاجر سوريايان د سختو ژمو او واورو سره په داسي حالت کي مخامخ دي چي ورته اړين امکانات نه لري.
آلماني سازمانونه: د مهاجرو مياشتنۍ نقدي مرسته دې هم زياته شي

د (UNHCR) د سازمان په وينا په زياته په لبنان کي د تاريخ د سخت ترين اقتصادي بحران له کبله د هلته اوسېدونکو مهاجرو وضعيت ډېر خراب دی. زياته شوې چي هلته له لسو څخه مېشت نهو سوريايي مهاجرو وضعيت په انتهايي توګه د بې وزلۍ دی.

ياد سازمان وايي چي په اوکراين، افغانستان او په منځني ختيځ کي د اړينو مرستو رسولو په ترڅ کي ۴۰۰ مليونه ډالره کم دي. له همدې کبله دغه سازمان د ياد کمښت پوره کولو لپاره د مرستو راټولولو  يو کمپاين پېل کړی دی.

آ./ا.ا./ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل