1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: د جنګ اړخونه دي د ملکي خلکو ښه ساتنه وکړي

۱۴۰۰ مرداد ۱۲, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو په افغانستان کي د جنګ د دواړو اړخونو څخه غوښتنه کړې، چي د ملکي خلکو ښه ساتنه وکړي. په خبره یې د طلبانو مځکني عملیاتو او د حکومتي هوايي قواوو بمباریو اوس ډیر تاوانونه رسولي دي.

Afghanistan Autobombenanschlag in Herat
انځور: Shoib Tanha/DW

د امریکا متحده ایالاتو او ناټو قواوو د وتلو د شروع راهیسي طالبانو ډیر عملیات پر لاري اچولي او په دې منځ کي يې مهمي ستراتیژیکي سیمي نیولي، چي زیاتره یې د ښارونو څخه دباندي دي. خو اوس په مخ پر ډیریدونکي ډول سره پر ښارونو باندي جنګونو تمرکز پیدا کړی دی. د هغې له جملې څخه د هرات، کندهار او یا لښکرګاه پر ښارونو باندي سخت جنګونه تر سره سوي او لا دوام لري.

د هرات ولایت د روغتون یوه استازي ویلي، چي روغتون ته یې د شپږو ورځو په جریان کي ۲۴ مړي او ۲۰۰ ټپيان ور وړل سوي دي، چي یوه برخه یې د امنیتي قواوو کسان وه.

د کندهار یوه چارواکي ویلي، چي په دغه ولایت کي د لسو ورځو په جریان کي ۲۸ کسان وژل سوي او ۱۹۱ کسان ټپيان سوي دي.

د لښکرګاه  د یوه روغتون په حواله د څلورو ورځو په جریان کي ۱۴ وژل سوي او ۶۴ زخمی سوي کسان وروړل سوي دي.

ملګرو ملتونو په می او جون میاشتو کي د زخمي سوو او وژل سوو کسانو ریکارډ درج کړی او د دې څخه یې خبرداری ورکړی دی، چي په ۲۰۲۱ م کال کي کیدای سي تر ټولو ډیر ملکي تلفات رامنځته سي.

انځور: Shoib Tanha/DW

د ننګرهار محلي چارواکو هم نن سه شنبه (د اګست میاشتي دریمه) خبر ورکړی، چي پرون دوشنبه په جلال اباد کي د امریکا د پوځ یو پخوانی ترجمان د دوو نامعلومو کسانو لخوا د خپل کور مخته وویشتل سو. دغه ترجمان په دې وروستیو وختونو کي د ننګرهار ولایتي شورأ ته د حقوقي مسایلو په باب مشورې ورکولې.

د ژورنالسټ بلال سروري په حواله دغه د څلورو اولادونو پلارغوښتل، چي امریکا متحده ایالاتو ته مهاجر سي. امریکا په اوس وخت کي د طالبانو د غچ اخیستلو د بیري د امریکايي پوځ او نورو امریکايي تأسیساتو په لسهاوو زره پخواني کارکوونکي او فامیلونه یې خپل هیواد ته انتقالوي.