1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياد فلسطین سیمه

غزه: په یوه لس میاشتني ماشوم کې د پولیو لومړنۍ پېښه

۱۴۰۳ مرداد ۲۷, شنبه

فلسطينی روغتيايي چارواکو په یو لس میاشتني ماشوم کې چې واکسین شوی نه دی د پولیو لومړنۍ پېښې څخه خبر ورکړی دی. د غزې د ديرالبلح ښار څخه د دغه ماشوم د پولیو پېښه د اردن په یوه روغتون کې تثبیت شوې ده.

 فلسطيني روغتیاپالانو ويلي چې یو لس میاشتني ماشوم کې د پولیو مثبته لومړنۍ پېښه ثبت شوې ده
آرشیف - په رفح کې یو روغتونانځور: EPA/HAITHAM IMAD

روغتیايی چارواکو ويلي وروسته له هغې چې په دغه ماشوم کې د ناروغۍ علایم ولیدل شول، د اردن په پلازمینه عمان کې په شوو تیستونو کې ثابته شوه چې هغه پولیو دی. 

پولیو یوه فلج کونکي او حتی وژونکې ناروغي ده، چې تر ډېره د پنځو کلونو ښکته عمر لرونکو ماشومانو کې پېښیږي. دغه ناروغي معمولا د ککړو اوبو له طریقه انتقالیږي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.

د روغتیا نړېوال سازمان په سملاسي توګه په غزه کې د پولیو مثبتې پېښې په هکله څه نه دي ويلي. خو د ملګرو ملتونو د روغتیااو ماشومانو ادارو په جګړه کې د ېوې اوونۍ وقفې راوستلو غوښتنه کړې ده تر څو د اګست تر پايه په ۶۴۰زره فلسطيني ماشومانو کې د پولیو ضد واکسیناسیون پروسه عملي کړي.

د روغتیا نړېوال سازمان تمه ښودلې چې د اګست تر پايه به له ۱ اعشاریه ۶ ډوزه څخه ډېر د پولیو واکسین غزي ته ورسیږي. زیاته شوې چې د واکسیناسیون کمپاین باید په دوو پړاونو کې ترسره شي.

د ملګرو ملتونو یادو ادارو ويلي چې د پولیو ویروس، تېره میاشت د غزې د دوو سترو ښارونو په فاضلابو کې کشف شوي ول کوم چې د ملګرو ملتونو سازمان په حواله په تېرو ۲۵ کلونو کې د پولیو له شتونه پاک ول.

 (AP)mks/aa/

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب