1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا ته د مهاجرت ويزه: يو ډله افغانان فیليپين ته رسيدلي

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۳ دی ۱۷, دوشنبه

یوه ډله افغانان د دوشنبې په ورځ فیلیپین ته ورسیدل، څو امریکا ته د مهاجرت د ویزې غوښتنلیکونه یې و ارزول شي. دوی د واشنګټن او مانیلا ترمنځ د موافقې په اساس په مؤقت ډول هلته پاتې کیږي.

د فیلیپين هیواد د پلازمېنې مانیلا یو انځور
فیلیپين ته رسیدلي افغانان د واشنګټن او مانیلا ترمنځ د موافقې په اساس په مؤقت ډول هلته پاتې کیږي.انځور: Paula Bronstein/Getty Images

د فیلیپین او امریکا متحده ایالاتو چارواکو د دوشنبې (د جنورۍ میاشتې ۶ نیټه) په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا د مهاجرت د ځانګړې ویزې له پاره د غوښتنلیک وړاندې کوونکو افغانانانو یوه ډله د ویزې ترلاسه کولو پروسې د بشپړیدو له پاره فلېپين ته رسیدلي دي.

فیلیپین او امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۴م کال په جولای کې یوه موافقتنامه لاسلیک کړه چې له مخې به یې د امریکا د ځانګړې ویزې له پاره په سلګونو غوښتنلیک وړاندې کوونکي افغانان د خپلو ویزو د پروسس تر وخته پورې په دغه هیواد کې پاتې کیږي. 

دغه موافقتنامه په هیواد کې دننه د مخالفتونو سربیره، په ځانګړي توګه د عیسویانو له خوا چې اکثرو یې له امنیتي پلوه انديښنه درلوده، لاسلیک شوه.

د فیلیپین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ترسیتا دازا، په یوه اعلامیه کې وویل: «د بهرنیو چارو وزارت دغو غوښتنلیک وړاندې کوونکو ته د اوسنیو مقرراتو او اصولو مطابق هیواد ته د داخلیدو مناسبې ویزې صادر کړي دي.»

نوموړې زیاته کړې ده چې ټول دغه کسان د فیلیپین د امنیتي اژانس له خوا په دقیق ډول تر امنیتي ارزونو تیر شوي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي چې نه یې غوښتنل نوم یې واخیستل شي، د دغو افغانانو دقیق شمیر ښکاره نه کړ، خو د فرانسې خبري آژانس ته یې وویل چې د دغو کسانو شمیر تر «۳۰۰ پورې» دی.

د دغو کډوالو لګښت د امریکا له خوا ورکول کیږي

د فیلیپین د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې امریکا متحده ایالاتو د موافقتنامې په اساس په مانیلا کې د دغو کسانو د پاتې کیدو لګښتونه، چې په هغې کې خوراکي توکي، استوګنځای، روغتیایي خدمات، امنیت او انتقالول یې شامل دي، په غاړه اخیستي دي.

مخکې تر دې د امریکا سفارت ویلي وو چې دغه افغانان په هغو تاسیساتو کې اوسیږي چې د افغانانو د انتقالولو له پاره د بهرنیو چارو وزارت د همغږي کوونکي دفتر له خوا اداره کیږي.

فیلیپین ویلي دي چې دغه افغانان نه شي کولی چې تر ۵۹ ورځو ډیر په فیلیپین کې پاتې شي او د امریکا سفارت ته له تللو پرته اجازه نه لري چې خپل د اوسیدو ځای له ساحې څخه ووځي.

ویل شوي چې ټولو دغو غوښتنلیک وړاندې کوونکو خپل روغتیایي معاېنات په افغانستان کې ترسره کړي دي.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو او د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته لسګونو زره افغانان له دغه هیواد څخه ووتل.

ډیر شمیر افغانان چې له امریکایي ځواکونو او ادارو سره یې کار کړی و د امریکا د مهاجرت د ځانګړي ویزې له پروګرام څخه په استفادې دغه هیواد ته لاړل، خو زرګونه نور غوښتنلیک وړاندې کوونکي بیا لا تر اوسه په افغانستان یا یو دریم هیواد کې پاتي دي.

افغانې کورنۍ امریکا متحده ایالاتو ته د سفر کیسې کوي

02:34

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب