1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيفرانسه

فرانسې منځني ختيځ ته اضافي پوځي امکانات لېږلي

۱۴۰۳ مهر ۱۱, چهارشنبه

فرانسې د چهارشنبې په ورځ وويل چې د ایران ګواښونو ته په کتو ېې منځني ختيځ ته اضافي پوځي منابع استولي دي. دغه هېواد زیاته کړې ده چې د سیمې د امنیت په تړاو ېې د م.م. د امنیت شورا یوه غونډه هم رابللې ده.

 د فرانسې د څرخي الوتکو یوه لېږدونکې کشتۍ
آرشیف - د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ د اکتوبر په ۲مه وویل چې پر اسرائیل د ایران تر حملې وروسته ېې منځني ختيځ ته اضافي پوځي امکانات استوليانځور: Camille Dodet/MAXPPP/dpa/picture alliance

ایران د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۲) وویل چې پر اسرائيل يې توغندویز عملیات پای ته رسېدلي دي. په داسې حال کې چې اسرائيل او امریکا متحده ایالاتو د ایران حملو پر وړاندې د غچ اخیستنې ژمنه کړې ده چې د جګړې لمن د پراخېدو اندېښنې ېې راولاړې کړي دي.

د اسرائيل پوځ د سه شنبې په ورځ وويل چې ايران د اسرائيل پر مختلفو سیمو ۱۸۰ توغندي توغولي دي.

په ورته وخت کې فرانسې هم له لړ اقداماتو خبر ورکړی دی. د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ د سیمه ایز وضعیت له ترينګلي کېدو سره سم، تېره شپه د کابينې ېوه بېړنۍ امنيتي غونډه درلوده.

ولسمشرۍ ماڼۍ تر دغې غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې وويل چې «د اسرائيل امنيت ته د ژمنتیا په لړ کې فرانسې نن د ایران له ګواښونو سره د مقابلې له پاره په منځني ختیځ کې خپلې پوځي منابع بسيجي کړي دي.»

په اعلاميه کې زیاته شوې ده چې «د دولت رئيس همدارنګه د فرانسې دغه غوښتنه تکرار کړه چې حزب الله دې پر اسرائيل او د اسرائيل پر خلکو خپل تروريستي اقدامات متوقف کړي.»

د اسرائيل پوځ د سه شنبې په ورځ وويل چې ايران د اسرائيل پر مختلفو سیمو ۱۸۰ توغندي توغولي دي.انځور: Amir Cohen/REUTERS

د رويټرز په حواله، د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلاميه کې جزئیات نه دي ورکړي شوي چې منځني ختيځ ته د فرانسې په استول شوو اضافي پوځي منابعو کې څه شامل دي. د فرانسې دفاع وزارت هم په دې هکله په سملاسي توګه ځواب نه دی ورکړی.

په عین وخت کې د فرانسې خارجه وزارت ويلي دي چې د بهرنیو چارو وزير، ژان نوئل باروت، له خپل امریکايي سیال، انتوني بلینکن، سره د ديپلوماتيکي هڅو پر تنظیمولو خبرې کړي دي.

پاریس او واشنګټن تېره اوونۍ په دې لټه کې شول چې په لبنان کې يو موقت اوربند رامنځ ته کړي. تر دې څو ساعته وروسته اسرائيل هوايي حملې وکړې چې پکې د حزب الله رهبر سعيد حسن نصرالله ووژل شو.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت زیاتوي چې د چهارشنبې ماسپښين ته ېې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه غونډه رابللې تر څو پکې د منځني ختيځ د وضعیت په هکله خبرې وشي.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي دي چې ډېر ژر به د لبنان په ملاتړ یو کنفرانس هم جوړ کړي. ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې موخه د بهرنیو چارو له وزیر څخه غوښتي چې سيمې ته سفر وکړي او د تشنج د راکمولو له پاره پر ديپلوماتيکې هڅو کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې فرانسې د دوشنبې په ورځ د څرخي الوتکو يوه لږېدونکې کښتۍ په سیمه کې توظیف کړه چې د تخليې د احتمالي امر په صورت کې لاس په کار شي. د فرانسې شا او خوا شل زره اتباع په لبنان کې اوسيږي.

(Reuters)mks/nz

پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (18.04.2024):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب