1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

خيبر پښتونخوا؛ په کرمه کې ۶ پاکستاني عسکر وژل شوي

۱۴۰۴ آذر ۱۸, سه‌شنبه

پولیسو او امنیتي ځواکونو رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې برید د دوشنبې او سه شنبې ترمنځ شپه کې په پخوانۍ قبایلي سيمه کرمه کې شوی دی. په دغه سيمه کې په دې وروستيو کې امنيتي پېښې ډېرې شوي دي.

د کُرمې په مرکز پاړاچنار کې د امنیتي پوستې عسکر د تالاشۍ پر مهال
افغان پولې ته څیرمه کُرمه ولسوالۍ کې ۶ پاکستاني عسکر وژل شويانځور: Basit Gilani/AFP

د پاکستان د خیبر پښتوخوا په کرمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې د وسله والو په برید کې شپږ پاکستاني عسکر وژل شوي. د پولیسو او امنیتي ځواکونو درو سرچینو د سه شنبې (د دسمبر میاشتې ۹ نیټه) په ورځ بریتانوي خبري آژانس رویټرز ته وویل چې دغه برید د دوشنبې شپې او سه شنبې سهار ترمنځ شوی دی. دغه ولسوالي د افغانستان له سرحد سره نږدې موقعیت لري.

دغه تازه برید په پاکستان کې د تاوتریخوالي د روانې څپې یوه برخه ده چې په ترڅ کې یې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) منع کړای شوي ډلې له خوا په دې وروستیو میاشتو کې د پاکستان په مختلفو سیمو، په ځانګړي توګه خیبر پښتونخوا کې امنیتي ځواکونه په نښه کړای شوي دي.

کرمه ولسوالۍ د سخت دریځو د فعالیتونو ترڅنګ، د مذهبي شخړو له امله هم یوه حساسه سیمه ګڼل کیږي. په دغه ځای کې د سیمه ایز سُني او شعیه اوسیدونکو ترمنځ د خونړیو نښتو له کبله سخت کشمکش لیدل کیږي.

په امنیتي ځواکونو دغه تازه برید په یوه داسې وخت کې شوی دی چې دپاکستان د دفاعي ځواکونو نوي مشر فیلډ مارشل عاصم منیرته د افتخاري تشریفاتو رسمي مراسم وړاندې شول.

آيا له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د حکومت خبرې ممکنې دي؟

29:30

This browser does not support the video element.

نوموړي په دغو مراسمو کې د افغان طالبانو په مخاطب کولو سره وویل چې دوی باید د ترهګرو او پاکستان ترمنځ یو یې انتخاب کړي.

عاصم منير افسرانو ته وويل چي په کابل کي د طالبانو ادارې ته «روښانه پيغام» ابلاغ سوی دی: «دغه اداره بايد د پاکستان او «فتنه الخوارج» ترمنځ پريکړه وکړي. د فتنه الخوارج اصطلاح پاکستاني چارواکي د پاکستاني طالبانو د منع کړل شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان (TTP) له پاره کاروي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اکتوبر میاشت کې له سرحدي نښتو، چې له دواړو خواو په کې تر ۷۰ ډیر کسان ووژل شول، وروسته وضعیت ترینګلی دی.

له دې وروسته د قطر په منځګړیتوب د دواړو هیوادونو ترمنځ اوربند رامنځته شو، خو دواړه خواوې یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي.

پاکستاني چارواکي افغان طالبان «ټي ټي پي» ته په پناه ورکولو او ورسره مرستې کولو تورنوي، خو په افغانستان کې د طالبانو ادارې په پرله پسې ډول دغه تورونه رد کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب