په ځانمرګي برید کې ۷ پاکستاني عسکر وژل شوي
۱۴۰۴ مهر ۲۵, جمعه
په پېښور کې د رويټرز خبري آژانس د پاکستان د پنځو امنيتي چارواکو له قوله لیکلي چې وسله والو په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ پر یوې اډې برید کړی چې په کې ۷ پاکستاني عسکر وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د ځايي پولیسو مشر عرفان علي وويل چې د موټربم دغه حمله د خیبر پښتونخوا ایالت په میرعلي ښار کې شوې ده. هغه وویل چې چاودنه زوروه وه چې له کبله ېې نژدې کورونو ته یې هم زیانونه اړولي دي.
چارواکو وویل لومړی د چاودېدونکو موادو یو ډګ موټر د پوځي مرکز له دېوال سره وجنګول شو او چاودنه ېې وکړه چې ورپسې دوو وسله والو هڅه وکړه تر څو پوځي اډې ته داخل شي چې په ډزو ووژل شول.
د پاکستان پوځ په سملاسي توګه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
رپوټونه وايي په پاکستان کې د حکومت ضد وسله والو ډلو حملې له ۲۰۲۱م راهیسې چې په افغانستان کې طالبان بیا واک ته رسېدلي ډېرې شوي دي. پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر اداره تور لګوي چې وسله والو ته ېې په خپله خاوره کې خوندي ځایونه ورکړي او له هغه ځایه په پاکستان کې خپل بریدونه تنظیموي، خو طالبان تل دغه ادعاوې رد کړي دي.
په شمالي وزېرستان کې نننۍ ځانمرګی برید داسې وخت شوی چې روانه اوونۍ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د ادارې ځواکونو تر منځ خونړۍ نښتې شوي دي. دواړه لوري د چهارشنبې په ورځ پر ېو ۴۸ ساعته اوربند سلا شول.
دغه نښتې د طالبانو په څه باندې څلور کلنه واکمنۍ کې تر ټولو خونړۍ ښودل شوي چې په کې د دواړو خواو په لسونو کسان وژل شوي دي. حتی د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ پرې وغږېد او ویې ویل چې دغه جګړه به هم ودروي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د پنجشنې په ورځ وویل چې د وسله والو له بریدونو سره چې پاکستاني ځواکونه پکې تلف کيږي، نور ېې د افغانستان په هکله د صبر کاسه ډکه شوې ده، خو په عین حال کې ېې زیاته ېې کړه چې د شخړې د حل له پاره له افغان طالبانو سره خبرو اترو ته چمتو دی.
په افغانستان کې د طالبانو اداره د اسلام آباد دغه ادعا تل رد کړې چې وايي پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځایونه لري او برخلاف ادعا کوي چې د دوی دښمنه ډله داعش په پاکستان کې مرکزونه لري. اسلام آباد بیا د طالبان دغه ادعا ردوي.
پر ډیورنډ کرښې وروستۍ تاوتریخوالي داسې وخت کيږي چې د افغان طالبانو له هندوستان سره اړيکې نژدې شوي دي.