د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې ورځې غونډې ته اوکرايني پلاوي په خپله چمتو کړې وینا کې وویل چې روسيې ته د شمالي کوریا د لږ تر لږه ۵۰۰ استول شوو افسرانو په ډله کې درې جنرالان هم شامل دي.
پلاوي په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې د شمالي کوریا د خلکو پوځ پلان لري چې لږ تر لږه په پنځو واحدونو کې چې په هر یوه کې ېې د ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ عسکر وي تنظیم او د دې له پاره چې حضور ېې پټ وي په روسي واحدونو کې ادغام کيږي.
د جنوبي کوریا د استخباراتو ادارې ويلي دي چې ممکن ځینې جنرالان له یو کم شمېر ځواکونو سره د مخه د جګړې ډګر ته تللي وي.
روسيې له کله یې چې پر اوکراین پوځي یرغل کړی د شمالي کوریا ځواکونو ښکېلتیا ېې نه ده رد کړې. روسیې د ۲۰۲۲م کال په فبروري کې پر اوکراین پوځي یرغل وکړ.
شمالي کوریا تر یو ابتدایي انکار وروسته، د ځواکونو له استخدامه دفاع کړې او وايي چې دغه اقدام له نړېوال قانون سره همغږی دی.
د مسکو پلاوې، واسيلي نبنزیا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه ورته غونډه کې وویل چې شمالي کوریا سره د مسکو پوځي تعامل نړیوال قانون نه نقضوي او مسکو حق لري چې له خپلو متحدینو مرسته وغواړي.
اوکراین په دغو جنرالانو کې یو هم د ارشد جنرال کیم یونګ بوک یادونه کړې چې د شمالي کوریا د استخباراتو په خبره روسیې ته استول شوی دی. بوک د یوې قول اردو (XI Corps) په ګډون د ځانګړو ځواکونو قوماندان دی.
په امریکا متحده ایالاتو کې واقع په ستیمسن مرکز کې د شمالي کوریا د رهبرۍ د چارو کارپوه، مایکل مدن وايي داسې ښکاري چې د شمالي کوریا د دغه جنرال پوځي رول لاپسې لوړ شوی وي.
د رويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس، جنرال کیم د روان کال په جریان کې په اوو مراسمو کې، له هغې جملې د ځانګړو ځواکونو په تمریناتو کې، د شمالي کوریا له رهبر، کیم یونګ اون، سره لیدل شوی دی.
مدن وايي: «دا د شمالي کوریا د خلکو پوځ (KPA) یو تر ټولو لوی او تقریباً بې مخينې استقرار دی.» دغه امریکايي کارپوه په دې نظر دی چې جنرال کیم یونګ بوک به په روسیه کې د شمالي کوریا د رهبر استازی وي.
(Reuters)mks/nz
له آرشیف څخه (17.03.2022):
د اوکراین د جګړې تراژیدي؛ ویجاړی، بې ځايه کيدل او د خلکو استقامت
پر اوکراین د روسیې د یرغل درې اوونۍ تيريږي او د خلکو ژوند ورځ تر بلې سختېږي. تر دې دمه د پلازمېني کېف تر نیمایي زیات وګړي له ښاره تښتېدلي دي. د استوګنې سیمې او طبي مرکزونه په بریدونو کې ویجاړ سوې.
انځور: State Emergency Service of Ukraine/Handout/REUTERSد اوکراین پلازمېنه کېف د چهار شنبې په ورځ د مارچ ۱۶؛ یوه ښځه له ماشوم سره د استوګنې ودانۍ مخې ته چې د روسیې د توغندیو له امله ويجاړه شوې ده. د کېف ښاروال ویتالي کلیتچکو وايي، روسیې د چهار شنبې په ماښام د کېف په پودیل ولسوالۍ کې د استوګنې یوه سیمه په نښه کړه، چې کورونه پکښې له مینځه تللي، د ګازو پايپونه ویجاړ شوي او اور يې اخيستی دی. هغه په یوه پیغام کې ویلي چې اور مهار شوی دی.
انځور: State Emergency Service of Ukraine/Handout/REUTERSچهارشنبه، د مارچ ۱۶مه د اوکراین پلازمېنه کېف؛ ژغورونکې ډله د هغي ودانۍ څخه خلک ژغوري چي د روسيې پوځ په هوايي بريد کي زيانمنه شوې ده.
انځور: State Emergency Service of Ukraine/HandoutREUTERSسه شنبه، د مارچ ۱۵مه؛ د اوکراین په پلازمېنه کېف کې د استوګني يوه ودانۍ په توغنديو ولګېده. د کېیف ښاروال ویتالي کلیچکو په ښار کې پر تګ راتګ بنديز ولګاوه. روسي ځواکونه هڅه کوي چې له څو اړخونو کېف محاصره کړي. د اوکراین پلازمېنه د دې محاصرې له پاره چمتووالی نیسي.
انځور: Maxym Marusenko/NurPhoto/picture allianceدوشنبه، د مارچ ۱۴خارکیف؛ ژغورونکي او اور وژونکي د اوکراین په دوهم لوی ښار خارکیف کې د روسیې د توغندي له برید وروسته د استوګنې په سیمه کې په کورونو کې اور لګوي.
انځور: Pavel Dorogoy/AP Photo/picture allianceدوشنبه، د مارچ ۱۴؛ رضاکاران د اوکراین بیرغ ګنډي او د اوکراین په لوېديځ لویف ښار کې په یوه ورکشاپ کې د لومړنۍ مرستې جعبې چمتو کوي. په داسې حال کې چې د ډیپلوماټیکو خبرو بل پړاو پیل شوی، روسي ځواکونه د اوکراین په بېلابېلو برخو کې خپلو پراخو بریدونو ته دوام ورکړی.
انځور: Bernat Armangue/AP Photo/picture allianceسه شنبه، د مارچ ۱۵ کېیف؛ ژغورونکي د یوې بوډا مېرمنې سره مرسته کوي چې د اوکراین په پلازمېنه کې د روسیې د پوځ په برید کې ټپي شوې وه. د اوکراین په ختیځ کې د روسیې یرغل د کېف پر مرکز له یو لړ بریدونو سره شدت موندلی دی.
انځور: Felipe Dana/AP Photo/picture allianceپه زرګونو بهرني جنګيالي د روسيې پر وړاندي جنګ کې د اوکراین له خلکو سره د مرستې له پاره دغه هيواد ته روان شوي دي.
انځور: Birgitta Schülke/DWشنبه، د مارچ ۱۲مه؛ د اوکراین وسله وال ځواکونه او د کېف په څنډه کې د یوه کور اوسېدونکي د روسیې په بمبارۍ کې زیانمن شوي دي. د کېف په شاوخوا کې د روسي ځواکونو دایره نوره هم تنګیږي.
انځور: Dimitar Dilkoff/AFP/Getty Imagesشنبه، د مارچ ۱۲مه؛ په اوکراین کې د روسیې د یرغل پر ۱۷مه ورځ، یو مسافر په کېف کې د ټرام له کړکۍ بهر ګورې.
د ۲۰۲۲ کال د فبروري مياشتي پر ۲۴ مه په اوکراین کې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې، د اوکراین له ګڼې ګوڼې ډکه پلازمېنه د جګړې په سیمي بدله شوې ده.
انځور: Aris Messinis/AFP/Getty Imagesپر زیتومیر ښار تر بمبار وروسته یوه ودانۍ. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ په وینا، د روسیې د یرغل له پیل راهیسې تر ۲،۵ ميلیون ډیر اوکراینيان له هيواده تښتېدلي دي. خو ډېرو يې بيا پریکړه کړې ده چې په هيواد کې پاته شي او جګړه وکړي.
انځور: Miguel A. Lopes/EPA-EFEد اوکراین رضاکار وسله وال د باریوشکا ښار د يوې ويجاړي ودانۍ مخي ته. څه د پاسه ۱۶۰۰۰ اوکراینیان بیرته هيواد ته ستانه شوي چې د روسیې د تیري پر وړاندې د هیواد دفاع وکړي.
انځور: Felipe Dana/AP/dpa/picture alliance/dpa/AP