1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي رسنۍ: امریکا سل تنه ایرانیان اخراج کړل

۱۴۰۴ مهر ۸, سه‌شنبه

امریکا متحده ایالاتو له تهران سره د ېوې هوکړې پر اساس، ۱۰۰ ایرانیان بېرته خپل هېواد ته اخراج کړل. د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې د ایرانیانو حامل الوتکه به نن سه شنبه په ایران کې ښکته شي.

  آرشیف  - د اخراجي پرواز سیمبولیک انځور
د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې له امریکا څخه د اخراج شوو شاوخوا سل تنو ایرانیانو حامل الوتکه به د سه شنبې په ورځ ایران کې ښکته شي انځور: Daniel Kubirski/picture alliance

نیویارک ټایمز د سه شنبې ورځ د دغې هوکړي اړوند مذاکراتو کې د دخیلو امریکايي او ایراني چارواکو له قوله رپوټ ورکړ چې شاوخوا ۱۰۰ ایرانیان له امریکا څخه بېرته ایران ته اخراج شول.

د رپوټ له مخې، ایراني چارواکو وویل چې یوه امریکايي چارتر الوتکه د دوشنبې په ورځ له لوزیانا څخه پورته شوه چې د پلان له مخې د سه شنبې په ورځ به د قطر له لارې ایران ته ورسیږي.

د رپوټ پر اساس په سملاسي توګه د اخراج شوو ایرانيانو هویت او امریکا ته د هغوی د مهاجرت انګیزه روښانه نه ده.

رويټرز خبري آژانس ليکي چې سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په سملاسي توګه په دې هکله د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

له امریکا څخه ایران ته د دغو ایرانیانو اخراج د دواړو هېوادونو ترمنځ د میاشتو خبرو اترو په نتیجه کې عملي کيږي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، پلان لري چې له امریکا څخه د ريکارډ په کچه هغه بهرنیان اخراج کړي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

زیاته شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اخراج شوو ایرانیانو په هکله ډاډ ورکړی دی چې هغوی به خوندي وي او له کومې ستونزې سره به نه مخ کيږي.

امریکا متحده ایالاتو د روان کال په فبرورۍ مياشت کې هم د ایران په ګډون د مختلفو هېوادونو ۱۱۹ اتباع د امریکا او پاناما تر منځ د یو تړون پر اساس پاناما ته اخراج کړي ول. هغه وخت ویل شوي ول چې دغه مهاجر به بیا وروسته له پاناما څخه خپلو هېوادونو ته استول کيږي.   

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل