1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: د بندیانو د تبادلې په هکله د طالبانو او امریکا مذاکرات

۱۴۰۳ دی ۱۹, چهارشنبه

یوې امریکایي ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې د جو بایډن حکومت د ګوانتانامو له یوه بندي سره په افغانستان کې د نیول شوو امریکایي اتباعو د تبادله کولو په هکله د طالبانو له ادارې سره د مذاکرې په حال کې دی.

محمد رحیم الافغاني د افغانستان تبع دی چې د القاعده شبکې د یوه لوړپوړي عامل په توګه توصیف شوی دی
محمد رحیم الافغاني د افغانستان تبع دی چې د القاعده شبکې د یوه لوړپوړي عامل په توګه توصیف شوی دیانځور: Siddiqullah Alizai/AP/picture alliance

د وال سټریټ ژورنال امریکایي ورځپانې رپوټ ورکړی دی چې جو بایډن د ګوانتانامو د لږ تر لږه یوه بندي د ازادولو په بدل کې په افغانستان کې د نیول شوو درو تنو امریکایانو د خوشې کولو له پاره له طالبانو سره په مذاکره کې دی.

ویل شوي چې دګوانتانامو دغه بندي د القاعده شبکې له پخواني وژل شوي مشر اسامه بن لادن سره په ارتباط درلودلو تورن دی. د سپينې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې رپوټ په هکله د رویټرز پوښتنه نه ده ځواب کړې او د طالبانو ادارې هم په دې اړه کومه نوې خبره نه ده کړې.

خو طالبانو تیر کال تاییده کړې وه چې د بندیانو د تبادلې په هکله یې له امریکا سره خبرې کړي دي.

د جو بایډن حکومت د درو امریکایي اتباعو رایان کوربت، جورج ګلیزمن او محمود حبیبي د خوشې کولو هڅه کوي چې په ۲۰۲۲م کال کې د طالبانو له خوا نیول شوي ول.

آزاد شوی طالب: مشران به مو بیا د جګړې ډګر ته و نه غواړي

05:25

This browser does not support the video element.

وال سټریټ ژورنال رپوټ ورکړی دی چې د متحده ایالاتو حکومت غواړي چې دغه امریکایي اتباع د ګوانتانامو له زندان څخه د محمد رحیم الافغاني د خوشې کولو په بدل کې ازاد کړي.

کوربت او حبیبي د طالبانو له خوا د واک له نیول کیدو یو کال وروسته د ۲۰۲۲م کال په اګست کې په جلا پيښو کې نیول شوي ول. ګلیزمن وروسته په همدې کال هغه وخت نیول شوی و چې د توریست په توګه یې له افغانستان څخه لیدنه کوله.

محمد رحیم الافغاني بیا د افغانستان تبع دی چې د القاعده شبکې د یوه لوړپوړي عامل په توګه توصیف شوی چې په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو سازمان (سي آی ای) له بند څخه ګوانتانامو ته انتقال شوی و.

وال سټریټ ژورنال د هغو سرچینو په حواله چې تیره میاشت یې د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو چارو کمیټې او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د سلاکار په محرمانه غونډه کې حضور درلود ویلي دي چې دغه مذاکرات د جولای میاشتې راهیسې جریان لري.

دغه رپوټ وروسته له هغې خپریږي چې د جو بایډن حکومت د دوشنبې په ورځ ۱۱ یمني بندیان له ګوانتانامو زندان څخه عمان ته انتقال کړل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب