1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

وینس: امریکا اوکراین ته د تاماهاک توغنديو پر ورکړې غور کوي

۱۴۰۴ مهر ۷, دوشنبه

د ترمپ مرستیال جي دي وینس، ویلي دي چې امریکا متحده ایالات د اوکراین د ټاماهاک اوږد واټن وېشتونکو توغندیو د ترلاسه کولو پر غوښتنه غور کوي. ټاماهاک د ۲۵۰۰ کيلومترو واټن ويشتلو وړتیا لري.

د امریکا مرستیال ولسمشر جي دي وینس
د ترمپ مرستیال جي دي وینس، ویلي دي چې امریکا متحده ایالات د اوکراین د ټاماهاک اوږد واټن وېشتونکو توغندیو د ترلاسه کولو پر غوښتنه غور کويانځور: CHIP SOMODEVILLA /AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ مرستیال، جي دي وینس، د یکشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۸مه) وویل متحده ایالات د اوکراین پر غوښتنه غور کوي چې غواړي د روسي یرغل د پر شاتمبولو په موخه ورڅخه د ټاماهاک اوږد واټن وېشتونکي توغندي ترلاسه کړي. ترمپ تر دې مخکې د دا ډول وسلو استفاده رد کړې وه.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي له متحده ایالاتو غوښتي چې تاماهاک توغندي پر اروپايي هېوادونو وپلوري چې هغوی به ېې بیا اوکراین ته ورکړي.

جي دي وینس «فاکس نیوز سنډې» ته وویل چې ولسمشر دونالد ترمپ به په دې هکله خپل «نهايي تصمیم» ونیسي چې آیا د دغو توغندیو معامله به وکړي او که نه.

هغه زیاته کړه: «موږ حاضردمه د اروپایانو پر یو شمېر غوښتنو د کتنې په حال کې یو.»

ټاماهاک د ۲۵۰۰ کيلومترو واټن ويشتلو وړتیا لري انځور: Everett Collection/picture alliance

ټاماهاک توغندي د ۲۵۰۰ کیلومتره واټن ويشتلو وړتیا لري. که دغه توغندي اوکراین ته ورکړل شي، مسکو د کیف د درنو وسلو تر هدف لاندې راتللی شي. روسیه به مطمئناً او هرومرو د غرب دغه اقدام په اوکراین کې خپلې جګړې ته د لاشدت ورکولو د عامل په توګه وارزوي.

دونالد ترمپ تر دې مخکې د اوکراین د اوږد واټن توغنديو د استعمال غوښتنه رد کړې ده، خو دا چې د ډېرو هلو ځلو سربېره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورسره د سولې تړون ته نه دی حاضر شوی، له مسکوه ناهیلی شوی دی.

د اوکراین له پاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي، کیت کيلاګ، له تازه خبرو هم داسې ښکاري چې د مسکو پر وړاندې د ترمپ نظریه اوس بدله شوې وي. هغه وویل ترمپ دې ته اشاره کړې چې کیف باید اوس دا وړتیا ولري چې پر روسیې د اوږد واټن ويشتونکو توغنديو حملې ترسره کړي.

کيلاګ د یکشنبې په ورځ ناوخته له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل: «د هغو خبرو د مطالعې چې هغه (ترمپ) کړي او د هغو چې مرستیال ولسمشر وینس ویلي... ځواب هو دی. هغه وړتیاوې وکاروۍ چې ژور ګوزارونه وکړي. د پټنځایونو په نوم کوم څه شتون نه لري.»

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب