د اوکراینملي پولیسو د روسیې د دغې حملې په هکله پر تلیګرام ليکلي: «دا یوازې یوه بله حمله نه، بلکې یو بدبینانه جنګي جنایت دی.»
په سومي کې د اوکراین پوځي مشر ایهور تکاچینکو ويلي چې د نجات عملیات پېل شوي دي.
خو د روسيې خبري آژانس تاس بیا د روسیې د دفاع وزارت له قوله ويلي چې روسي ځواکونو په سومي سیمه کې د اوکراين د پوځي تجهیزاتو د ځای پر ځای کولو یوه ساحه وېشتلې ده.
نور ولولئ: پوتین له اوکراین سره د سولې په مذاکراتو کې ګډون نه کوي
دغه حمله په ترکیه کې د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د می ۱۶مه) د مسکو او کیف د استازو ترمنځ د سولې تر خبرو اترو څو ساعته وروسته شوې ده. روسي او اوکرايني چارواکي په دغه غونډه کې د یوه موقتي اوربند هوکړې ته په رسېدو کې پاتې راغلل.
دا د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسيې تر پوځي یرغل راوروسته د مسکو او کیف تر منځ لومړنۍ مخامخ مذاکرات دي.
نور ولولئ: زیلنسکي په استانبول کي له پوتین سره د لیدو په هکله تیاری وښود
رويټرز خبري آژانس چې دغه رپوټ ېې ورکړی وايي چې دغه آژانس د سومي حملې په تړاو د کیف او مسکو ادعاوې په خپلواکه توګه تائیدولی نشي.
اوکراين او روسيه پر ملکیانو بریدونه ردوي، خو د دوی ترمنځ جګړه کې په زرونو ملکیان وژل شوي چې اکثریت ېې اوکراينيان دي.
له آرشیف څخه:
مسکو کې پوځي پریټ؛ پوتین وايي په اوکراین کې بریا د مسکو ده
د مسکو په سره ميدان کې پر نازي آلمان باندې د بريا د ۸۰يمې کلیزې په مناسبت رسم ګذشت ترسره شوه. پوتين، په دې ترڅ کې په اوکراين کې د مسکو د بريا خبره وکړه. د دغه پوځي پريټ نور جزيات د انځورونو په دې ګالري کې کتلی شئ:
انځور: van Sekretarev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERSد دويمې نړيوالې جګړې يادون او سياسي او اديالوژيکي اهداف
د می نهه نیټه چې هر کال د روسي کورنيو له لوري د «بريا د ورځې» په توګه د شخصي یادونو سره لمانځل کيږي، خو حکومت تل هڅه کوي چې دا ورځ د خپلو سياسي موخو له پاره وکاروي. دا څرګندونې په خټه روسی کارپوه اليکس يوسپوف، وکړي. د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، د جمعې په ورځ د می ۹مه د مسکو په سره مېدان کې د پوځي پریټ پر مهال پر اوکراين د بريا خبره وکړه.
انځور: Alexander Kryazhev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERSد يو شمیر کارپوهانو په آند پوتين، هڅه کوي چې دا پريټ تر ډېره بريده «نړيوال ښکاره» کړي او نړيوال مشران به هم دلته د دغه بريا د لمانځلو په موخه راځي. خو پوتين هڅه کوي د هغوی له حضوره څخه د يوه ابراز په توګه ګټه پورته کړي. په دې انځور کې له پوتین سره له پوځي پريټ څخه د کتنې پر مهال د هغه نژدې متحدینو له هغې جملې څخه ېې چینايي سیال شی جین پینګ، هم حضور درلود
انځور: Mikhail Korytov/Photo host agency RIA Novosti/AP/picture alliance / ASSOCIATED PRESSپه انځور کې د رهبرانو په ډله کې د چین ولسمشر شي جین پينګ، د تاجیکستان ولسمشر امامعلی رحمانوف، او د سلواکیا صدراعظم رابرت فیتسو، هم لیدل کیږي.
انځور: Yuri Kochetkov/Pool Photo via APپوتین له خپلو کلیدي متحدینو سره په دوهمه نړېواله جګړه کې د نازي آلمان پر ضد د پخواني شوروي اتحاد د بریا ۸۰مه کلیزه لمانځي. له کيڼ څخه ښي پر لور: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جین پینګ، د قزاقستان ولسمشر صدر جباروف، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف، د بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو او د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان.
انځور: Grigory Sysoyev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERSمخکې له دې چې په پریټ کې زغروال وسایط او ټانکونه وښودل شي، روسي عسکر ځانګړي پوځي مراسم ادا کوي
انځور: Sergei Bobylyov/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERSپه دغه انځور کې د روسي فوینیکس زغروال جنګي موټر او د لنزا په نوم زغروال امبولانس لیدل کیږي چې د مسکو په سره مېدان کې د پوځي پریټ پر مهال تېریږي.
انځور: Anton Vaganov/REUTERSرپوټونه وايي د مسکو په پوځي پريټ کې هغه ماډل ډرونونه او ټانګونه وښودل شول چې په اوکراین جګړه کې کارول شوي دي.
انځور: Ramil Sitdikov/SNA/IMAGOد مسکو سور میدان، پياده ځواکونه
په مسکو کې د ۲۰۲۵م کال د می میاشتې په ۹مه د نازي آلمان پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد د بریا په مناسب پوځي پریټ. په دغه انځور کې د مختلفو پوځي واحدونو ځواکونه لیدل کيږي.
انځور: van Sekretarev/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERSپه دغه انځور کې د روسي عسکر د می نهمې پوځي پریټ پر مهال د لوژ له مخې د تېرېدو په حال کې لیدل کيږي
انځور: Bai Xueqi/Xinhua/IMAGOروسیه معمولا خپل د پوځي پريټ مراسم د مسکو په سره میدان کې ترسره کوي. روسیه په دا ډول سترو پوځي مراسمو کې خپل پوځي قوت هم نندارې ته وړاندې کوي.
انځور: Maxim Bogodvid/Host agency RIA Novosti/Handout/REUTERSروسیه په پوځي پریټ کې خپل ډول ډول توغندي هم ښيي. د آرشیف په دغه انځور کې د روسي اس-۴۰۰ ترویمف ډوله له ځمکې څخه هوا ته ويشتونکي توغندي ښودل کيږي
انځور: picture-alliance/dpa/V. Sharifulinد بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو
د بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو چې د پوتین له نژدې متحدینو څخه دی، د می په ۹مه له پوتین سره د روغبړ پر مهال
انځور: Alexey Nikolsky/Photo host agency RIA Novosti/AP/picture allianceد مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي
دوهمه نړېواله جګړه کې د نازي آلمان پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد د بریا ۸۰مې کلیزه؛ د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي هم په دغه مناسبت د می میاشتې په ۹مه په مسکو کې له پوتین سره وليدل.
انځور: Alexey Nikolsky/Photo host agency RIA Novosti/AP/picture allianceد سربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ
د سربیا ولسمشر، الکساندر ووچیچ هم مسکو ته ورغلی. هغه په سره مېدان کې د پوځي پریټ له پېلیدو مخکې د مراسمو ځای ته وروان دی.
انځور: APد ونیزویلا ولسمشر، نیکولاس مادورو
د ونیزویلا ولسمشر، نیکولاس مادورو، هم د می په ۹مه په مسکو کې د روسې پوځي پريټ په مراسمو کې حضور درلود.
انځور: KIRILL KUDRYAVTSEV/AFP