د سوريې د کورنیو چارو وزارت ويلي دا لومړی ځل دی چې د نوي حکومت تر حاکمیت لاندې دا ډول یو عملیات اعلانيږي.
د وزارت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې د امنيتي ځواکونو یو غړی هم وژل شوی دی. سرچينه وايي په دغو عملیاتو کې امنيتي ځواکونو وسلې، بمونه او د امنيتي ځواکونو نخښه لرونکي یونیفورم هم ترلاسه کړي دي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د چهارشنبې په ورځ په سعودي عربستان کې د سورېې له موقت ولسمشر احمد الشرع سره ولیدلانځور: IMAGO د سوریې یوې امنيتي سرچينې وويل چې عملیات په څلورو ځایونو کې د داعشیانو د خوب پر خونو شوي دي. سرچينې زیاته کړه چې د نښتې پر مهال یو داعشي ځان پورې تړلو چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړه او یو بل ېې د امنيتي ځواکونو په ډزو ووژل شو.
دغه عملیات داسې وخت شوي چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د می ۱۴مه) په سعودي عربستان کې د سورېې له موقت ولسمشر احمد الشرع سره ولیدل. ترمپ له شرع سره تر کتنې وروسته هغه د «یو جذاب او د ډېرې ځواکمنې سابقې درلودونکي شخص» په توګه وستایه.
له آرشیف څخه:
انځورونه: د اسد په زندانونو کي څه تیریدل؟
د اسد حکومت په سقوط سره په زرونو کسان د سوریې له زندانونو آزاد سول. په ټولنیزو شبکو کي يې زړه بوږنوونکي انځورونه خپاره سوي دي. د داخلي جگړو پروخت څومره انسانان زندانونو ته اچول سوي؟ قربانیان څه ډول شکنجه کیدل؟ انځور: Asaad al-Asaad/newscon/picture alliance د څارنې د کمرو د انځورونو له مخې، چارواکو له پخوانیو سرتیرو او د زندان له ساتونکو څخه غوښتې چی تر مځکې لاندي دروازو د قلفونو د خلاصولو کوډ، مخالفو ځواکونو ته ورکړي او وايي چی په زرونو بندیان لا په دغو تورو کوټو کي بند پاته دي.
انځور: Asaad al-Asaad/newscon/picture alliance د صيدنايا زندان يوه بله برخه د بشار الاسد له راپرځیدو وروسته ډېر کسان صیدنایا زندان ته ورغلل، تر څو په خپلو خپلوانو پسې وگرځي چی ځینی یې له کلونو راهیسي هلته بندیان ول.
انځور: Asaad al-Asaad/newscon/picture alliance په سوریې کی څه د پاسه ۱۰۰ توقیف خانې او نامعلوم شمیر پټ مرکزونه موجود دي. له هغوی څخه یې تدمر او صیدنایا تر ټولو نوم بدي زندانونه ول.
انځور: Izettin Kasim/Anadolu/picture alliance د بخښنې نړیوال سازمان په ۲۰۱۷م کال کي له هغه وروسته چي دې ته متوجه سو چي په زرونو کسان د دمشق په صیدنایا زندان کي اعدام سوي دي، له هغه څخه یې د " قتل گاه " په نوم یادونه وکړه.
انځور: Anagha Subhash Nair/Anadolu/picture alliance د ځايي اوسېدونکو په خبره امکان لري چي بې شمیره کسان د زیرزمینیو په تورو کوټو کي بندیان وي او تر اوسه پوري ورته لاس رسئ نه وي سوی.
انځور: Anagha Subhash Nair/Anadolu/picture alliance د صيدنايا زندان د شکنجې يوه کوټه د سوریې حکومت د مخالفینو د شکنجې له پاره په مخصوصو کوټو کي له څو کړنلارو کار اخیست: په دُرو وهل، برقي شوک، له خوب څخه محرومیت، د ښځو او نارینه وو بربنډول او جنسي تیری.
انځور: Ugur Yildirim/DIA Images/ABACAPRESS/picture alliance د دمشق په صيدنايا زندان کي پلټونکي، ملکيان او جنګيالي اوس هم په داسي پټو ځايونو پسې ګرځي چي ګومان کيږي اوس به هم هلته په سونو بنديان بند پاته وي. اوس په دغه زندان کي حتي ځيني ځايونه کيندل کيږي.
انځور: Basili Sandro/ABACA/picture alliance د دمشق د صيدنايا زندان د شکنجې يوه خونه د سوریې په زندانونو کي د" الوتونکی فرش" په نوم د شکنجې یو بل ډول وو چي قرباني کس به یې پر یوې تختې کښیناوه او وروسته به پیره دارانو د تختې دواړې خواوی پورته کولې او د زنداني کس زنگنونه او سینې قفس (پوښتۍ)به یې دومره سره نیژدې کول تر څو په بدن کي به یې د سخت درد سبب سي.
انځور: Anagha Subhash Nair/Anadolu/picture alliance د صيدنايا زندان شکنجه کوونکو به همدارنگه ډېر زندانیان په زینو پوري تړل او وروسته به یې هغوی ایله کول او د قربانیانو د سقوط (لویدو) ننداره به يې کوله.
انځور: Ugur Yildirim/DIA Images/ABACAPRESS/picture alliance صیدنایا زندان د اسد خاندان د څو لسیزي حکومت د وحشتگرۍ نخښه ده.
انځور: Anagha Subhash Nair/Anadolu/picture alliance د صيدنايا زندان کښته برخه د سوریې سپین خولیو اعلان کړی دی، چي هر هغه څوک چي په زندان کي د يوه پټنځای په اړه معلومات ورکړي، ۳۰۰۰ ډالره نقدي جایزه به ورته ورکړي.
انځور: Basili Sandro/ABACA/picture alliance