په دغه نوملړ کې ۴۱ هېوادونه شامل دي چې په درو جلا ګروپونو ويشل شوي دي. افغانستان په لومړي ګروپ کې دی چې لس هېوادونه په کې شامل دي. دا هغه لس هېوادونه دي چې کېدای شي پر اتباعو ېې د امریکا ويزې په بشپړه توګه وځنډول شي. په دغه لسو هېوادونو کې ایران، سوریه، کيوبا او شمالي کوریا هم شامل دي.
ورته نور ولولئ: سرچينې: امريکا ته د سفر ممنوعيت کېدای شي ډېر افغانان اغیزمن کړي
په دوهم ګروپ کې پنځه هېوادونه، اریتریا، هایتي، لاوس، میانمار او جنوبي سوډان شامل دي. پر دغو هېوادونو کېدای شي په قسمي توګه د امریکا متحده ایالاتو ویزې وځنډول شي. سیاحتي او د زده کونکو له پاره تحصيلي ویزې او همدارنګه د مهاجرت اړوند ويزې به هم پکې شاملې وي، خو یو څه استثناوې به وي.
په دریم ګروپ ۲۶ هېوادونه شامل دي چې د نورو ترڅنګ پاکستان ، بلاروس او ترکمنستان هم پکې شامل دي.
ورته نور ولولئ: اوس هم ۲۸۰۰ افغانان آلمان ته د داخلیدو په تمه دي
رویټرز دغې موضوع ته د نژدې سرچينو له قوله خبر ورکوي چې پر دغو هېوادونو به په هغه صورت کې په قسمي یا جزوي توګه د امریکا د ويزو ويش وځنډول شي که چېرته ېې حکومتونه «د ۶۰ ورځو په جریان کې د نیمګړتیاو د حل له پاره هڅې ونه کړي.»
امریکا ته د ترمپ سفري بندیزونو په پروګرام کې ۴۱ هېوادونه شامل دي چې په درو جلا ګروپونو ويشل شوي چې افغانستان په لومړي ګروپ کې دیانځور: Bertrand Guay/AFP/Getty Images یوه امریکايي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل کېدای شي په نوملړ کې یو څه بدلونونه راشي. تمه ده چې دغه نوملړ به د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ګډون د امريکا ادارې له خوا تائيد شي.
ورته نور ولولئ: د ترمپ د سفر بندیز؛ افغانان هیڅ انتخاب نه لري
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ ، د جنوري میاشتې په ۲۰مه د مهاجرت یا سفر پر موضوع یو اجرايي فرمان صادر کړ. په دغه فرمان کې غوښتنه شوې هر هغه بهرنی وګړی چې امریکا کې د منلو په لټه کې وي باید د امریکا د ملي امنیت ته د ګواښونو د کشفولو په خاطر یې شدیده څېړنه او معاینات وشي.
د ترمپ د کابينې مختلفو غړو ته دنده سپارل شوې چې د روانې میلادي میاشتې مارچ تر ۲۱مې دې د هېوادونو نوملړ چمتو کړي چې کوم هېواد باندې د امریکا د ویزو وېش په بشپړه توګه او په کومو په قسمي یا جزوي توګه وځنډول شي. دغه کار په دې دلیل کيږي چې د دغو هېوادونو څېړنيز او امنيتي معلومات ډېر محدود دي.
یو انځور البوم هم کتلی شئ.
د ترمپ د لومړۍ کاري ورځې مهم اجرایي فرمانونه
ترمپ د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه په خپله لومړي کاري ورځ د مهاجرت، جنسیتي مسایلو او نورو مهمو موضوعاتو په هکله یو شمیر فرمانونه لاسلیک کړل.د انځورونو په دې ګالرۍ کې ځینو مهمو اجرايي فرمانونو کتنه شوې ده. انځور: Mike Segar/REUTERS د پاریس له اقلیمي تړون څخه وتل ترمپ په رسمي ډول د اقلیمي بدلونونو په اړه د پاریس له اقلیمي تړون څخه د امریکا متحده ایالاتو د وتلو فرمان لاسلیک کړ. د دغه تړون هدف تر صنعتي کیدو دمخه په مقیاس د ځمکې د تودوخې درجه تر ۱،۵ سانتي ګراده محدودل دي.
انځور: Jim Watson/AFP/Getty Images د روغتیا له نړیوال سازمان څخه وتل ترمپ یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې امریکا متحده ایالات د ۱۲ میاشتو په موده کې د روغتیا له نړیوال سازماني څخه وځي او له دغه سازمان سره کیدونکې ټولې مالي مرستې دروي. اروپایي هیوادونو او چین د ترمپ پر ځینو پریکړو له لکه د پاریس له اقلیمي تړون او روغتیا نړیوال سازمان څخه پر وتلو نیوکې کړي دي.
انځور: Mike Segar/REUTERS پر کانګرس د هجوم وروړونکو بخښل ترمپ د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ پر ۶مه نېټه پر کانګرس باندې هجوم ورړونکو شا او خوا ۱۶۰۰ کسانو ته د بخښنې فرمان هم صادر کړ. په دغه پېښه کې د ترمپ پلویانو هڅه کړې وه چې په ټاکنو کې د بایډن د بریا، د تائیدیدو مخه ونیسي.
انځور: Brent Stirton/Getty Images ټرمپ یو بل اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې د امریکا د بهرنیو پرمختیايي مرستو ټول پروګرامونه یې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډول تر څو د ټرمپ د نویو تګلارو سره سم د مرستو بیاکتنه وشي.
انځور: Mike Segar/REUTERS د بایډن د ټولو فرمانونو لغوه کول ټرمپ د یوه اجرایوي حکم پر اساس د پخوانۍ ادارې لخوا صادر شوي ټول اجرایوي فرمانونه لغوه کړل، چې په هغې کې ۷۸ فرمانه د جوبایډن له خوا و.
انځور: Evelyn Hockstein/REUTERS د مکسیکو پر پوله د بیړني حالت اعلان له غیرقانوني کډوالۍ سره د مبارزې او د پولې کنټرول پیاوړي کولو لپاره، ټرمپ د متحده ایالاتو - مکسیکو پر پوله ملي بیړني حالت اعلان کړ.
انځور: Carlos Moreno/Sipa USA/picture alliance د بایډن د جنډر مقرراتو لغوه کول ټرمپ یو اجرایوي حکم صادر کړ چې له مخې یې د حکومت پالیسۍ یوازې دوه جنسیته پیژني،نارینه او ښځینه.
انځور: Ben Curtis/AP/dpa/picture alliance ټرمپ د ټیک ټاک برخلیک او احتمالي پلور په اړه پریکړې کولو لپاره د ۷۵ ورځو ضرب الاجل صادر کړ.
انځور: Antonin Utz/Seth Wenig/AFP د بایډن ګومارل شويو کسانو ګوښه کول ټرمپ د بایډن ادارې څو لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړل او اعلان یې وکړ چې ۱۰۰۰ نور کسان به هم له خپلو دندو لرې کړي.
انځور: Jim Watson/AFP/Getty Images د ایلان مسک تر څارنې لاندې د «DOGE» بنسټ رامنځته کول هغه د حکومت د موثریت د بیا کتنې لپاره یوه اداره جوړه کړه، خو دا اقدام سمدستي له قانوني شکایتونو سره مخ شو.
انځور: Mike Segar/REUTERS د لوړې د ورځې اړوند مراسم او جشنونه ټرمپ او مېرمن یې میلانیا په څو مراسمو او جشنونو کې ګډون وکړ او له پوځي چارواکو او مېلمنو سره یې خبرې وکړې.
انځور: SAUL LOEB/REUTERS