اټکل کیږي چې ۱۴۶۰۰ افغانان چې له امریکا متحده ایالاتو څخه د اخراج د موقت حفاظت په شرایطو برابر دي، د روان میلادي کال په مې میاشت کې له دغه حفاظت څخه بهر کيږي. شاوخوا ۷۹۰۰ کامرونيان هم له دغه حفاظت برخمن ول، چې د هغوی دغه وضعیت په جون میاشت کې پای ته رسيږي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ ، چې په جنوري میاشت کې امریکا کې واک ته ورسید، ژمنه کړې چې د امریکا په تاریخ کې به په بیساري شمېر مهاجر چې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، له امریکا اخراج کړي. هغه همدارنګه د مهاجرو د موقت قانوني حمایتونو د سلبولو په خاطر چټک اقدامات وکړل او د هغوی د احتمالي اخراجونو شرایط یې اسانه کړل.
نور ولولئ: امريکا او پاکستان په افغانستان کي د امريکايي وسلو په اړه توافق کړی
ترمپ د پخواني ولسمشر، جو بایدن ، په دوره کې د ناقانونه مهاجرت پر ډېروالي نیوکه وکړه او ويلي یې دي چې د هغه په حکومت کې مهاجرو له پاره جوړ شوي حمايتی پروګرامونه، د قانون له دایرې ورهاخو دي.
په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو د بیا حاکمېدو وروسته، امریکا متحده ایالاتو له ۸۲زرو ډېر افغانان امریکا ته انتقال کړل. له دې ډلې څه باندې ۷۰ زره کسان له موقتي محافظت سره چې په «پارول» یاديږي امریکا ته داخل شول او تر دوه کلنې مودې د قانوني ورود اجازه یې درلوده.
نور ولولئ: له امریکا کوستاريکا ته اخراج شوې افغانه: راتلونکی مو مرګ دی
د حفاطت موقت وضعیت د هغوی له پاره د حفاظت نور شرایط برابر کړل. د امریکا د کورني امنیت وزارت په ۲۰۲۳م کال کې وویل چې دغه حفاظت په افغانستان کې د وسله والو شخړو او شورش له کبله وضع کړل شو.
مهاجرو ته له امریکا وتلو له پاره ۷ ورځنی مهلت
له مهاجرو څخه ملاتړکونکو ډلو ويلي د افغانانو په ګډون هغه افراد چې د جو بایدن د حکومت پر وخت امریکا ته داخل شوي، د موقت حفاظت د لغوه کېدو پیغامونه ېې ترلاسه کړي دي. د هغوی په خبره دغو افرادو ته حتی ۷ ورځنۍ مهلت ورکړل شوی تر څو د امریکا خاوره ترک کړي.
نور ولولئ: پر لسونو هېوادونو د ترمپ سفري بندیزونه؛ افغانستان هم پکې شامل دی
د امریکا د داخلي امنیت مرستیال وزیر، مک لافلین، روانه اوونۍ ومنله چې د یو شمېر مهاجرو له اخراجه د حفاظت وضعیت لغو شوی او دغه وزارت په دې برخه کې له خپلو صلاحیتونو استفاده کوي. خو هغه واضح نه کړه چې له دغه تصمیم څخه په څه شمېر کې مهاجر اغیزمن شوي.
لافلین په یوه اعلامیه کې ويلي دي: «هغه افراد چې له دغه تصمیم څخه اغیزمن شوي، ورته سپارښتنه کيږي چې له «سي بي پي» اپلیکیشن څخه استفاده وکړي او هېواد پرېږدي.»
له آرشیف څخه:
د ترمپ د لومړۍ کاري ورځې مهم اجرایي فرمانونه
ترمپ د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه په خپله لومړي کاري ورځ د مهاجرت، جنسیتي مسایلو او نورو مهمو موضوعاتو په هکله یو شمیر فرمانونه لاسلیک کړل.د انځورونو په دې ګالرۍ کې ځینو مهمو اجرايي فرمانونو کتنه شوې ده. انځور: Mike Segar/REUTERS د پاریس له اقلیمي تړون څخه وتل ترمپ په رسمي ډول د اقلیمي بدلونونو په اړه د پاریس له اقلیمي تړون څخه د امریکا متحده ایالاتو د وتلو فرمان لاسلیک کړ. د دغه تړون هدف تر صنعتي کیدو دمخه په مقیاس د ځمکې د تودوخې درجه تر ۱،۵ سانتي ګراده محدودل دي.
انځور: Jim Watson/AFP/Getty Images د روغتیا له نړیوال سازمان څخه وتل ترمپ یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې امریکا متحده ایالات د ۱۲ میاشتو په موده کې د روغتیا له نړیوال سازماني څخه وځي او له دغه سازمان سره کیدونکې ټولې مالي مرستې دروي. اروپایي هیوادونو او چین د ترمپ پر ځینو پریکړو له لکه د پاریس له اقلیمي تړون او روغتیا نړیوال سازمان څخه پر وتلو نیوکې کړي دي.
انځور: Mike Segar/REUTERS پر کانګرس د هجوم وروړونکو بخښل ترمپ د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ پر ۶مه نېټه پر کانګرس باندې هجوم ورړونکو شا او خوا ۱۶۰۰ کسانو ته د بخښنې فرمان هم صادر کړ. په دغه پېښه کې د ترمپ پلویانو هڅه کړې وه چې په ټاکنو کې د بایډن د بریا، د تائیدیدو مخه ونیسي.
انځور: Brent Stirton/Getty Images ټرمپ یو بل اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې د امریکا د بهرنیو پرمختیايي مرستو ټول پروګرامونه یې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډول تر څو د ټرمپ د نویو تګلارو سره سم د مرستو بیاکتنه وشي.
انځور: Mike Segar/REUTERS د بایډن د ټولو فرمانونو لغوه کول ټرمپ د یوه اجرایوي حکم پر اساس د پخوانۍ ادارې لخوا صادر شوي ټول اجرایوي فرمانونه لغوه کړل، چې په هغې کې ۷۸ فرمانه د جوبایډن له خوا و.
انځور: Evelyn Hockstein/REUTERS د مکسیکو پر پوله د بیړني حالت اعلان له غیرقانوني کډوالۍ سره د مبارزې او د پولې کنټرول پیاوړي کولو لپاره، ټرمپ د متحده ایالاتو - مکسیکو پر پوله ملي بیړني حالت اعلان کړ.
انځور: Carlos Moreno/Sipa USA/picture alliance د بایډن د جنډر مقرراتو لغوه کول ټرمپ یو اجرایوي حکم صادر کړ چې له مخې یې د حکومت پالیسۍ یوازې دوه جنسیته پیژني،نارینه او ښځینه.
انځور: Ben Curtis/AP/dpa/picture alliance ټرمپ د ټیک ټاک برخلیک او احتمالي پلور په اړه پریکړې کولو لپاره د ۷۵ ورځو ضرب الاجل صادر کړ.
انځور: Antonin Utz/Seth Wenig/AFP د بایډن ګومارل شويو کسانو ګوښه کول ټرمپ د بایډن ادارې څو لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړل او اعلان یې وکړ چې ۱۰۰۰ نور کسان به هم له خپلو دندو لرې کړي.
انځور: Jim Watson/AFP/Getty Images د ایلان مسک تر څارنې لاندې د «DOGE» بنسټ رامنځته کول هغه د حکومت د موثریت د بیا کتنې لپاره یوه اداره جوړه کړه، خو دا اقدام سمدستي له قانوني شکایتونو سره مخ شو.
انځور: Mike Segar/REUTERS د لوړې د ورځې اړوند مراسم او جشنونه ټرمپ او مېرمن یې میلانیا په څو مراسمو او جشنونو کې ګډون وکړ او له پوځي چارواکو او مېلمنو سره یې خبرې وکړې.
انځور: SAUL LOEB/REUTERS