1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني سوداګر: د سوريې مهاجرو پرته څه نشو کولی، باید پاته شي

محمد کریم صالح | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۲۵, یکشنبه

آلماني شرکتونه او اتحاديې وايي سوریايي کارګرانو ته اړتیا لري او دوی دې په آلمان کې پاته شي. د آلمان یو محافظه پال ګوند د سوريايي مهاجرو د بېرته استولو غوښتنه کړې. حکومت وايي د اسد پلویان دې په آلمان کې ځانونه نه پټوي.

په المان کې دوه سوريايي مهاجر د موټرو د تخنیک په برخه کې د زدکړې پر مهال
آلماني شرکتونه او اتحاديې وايي سوریايي کارګرانو ته اړتیا لري او په آلمان کې دې پاته شيانځور: Roland Weihrauch/dpa/picture alliance

په آلمان کې د سوداګرو يوې ډلې او د اتحاديو مشرانو غوښتنه کړې چې دوی سوريايي کارکوونکو ته اړتیا لري او هغوی نه باید بېرته خپل هېواد ته واستول شي. دغه غوښتنه وروسته له هغې مطرح شوې چې د آلمان په بایرن ایالت کې د یو محافظه پال ګوند یوې غړې په سوریه کې د بشار الاسد رژيم تر نسکورېدو وروسته، خپل هېواد ته د سوريايي مهاجرو د بېرته استولو غوښتنه کړې.

د آلمان د ترانسپورټي شرکتونو د ټولنې (وي ډي وي) مشر، اینګو ورتمن وویل: «موږ له هغوی پرته په ګڼو برخو کې څه نه شو کولی.» ورتمن دغه خبره د آلمان خبري آژانس د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې.

هغه زیاته کړه، اوس مهال یوازې د آلمان د عامه ترانسپورټ په سکتور کې شاوخوا ۲۰۰۰ سوريايان پر کارونو بوخت دي. پر وینا ښاري ترانسپورټ له مخکې د اورګاډو او بسونو د چلوونکو د کمښت ستونزه لري او که سوريايي کارکوونکي نه وي دغه ستونزه به لاپسې ډېره شي.

د آلمان خبري آژانس لیکي چې خصوصي سکتور، سوريايي کارکوونکي غواړي او د سوداګرو استازې نه غواړي چې د دوی سوريايي کارکوونکي بېرته خپل هېواد ته واستول شوي. دوی همدارنګه په بایرن ایالت کې د (سي اس یو) محافظه پال ګوند سیاستوالې، اندریا ليندهوز، پر هغه وړاندیز هم نیوکه کړې چې وايي د سوريايي مهاجرو د منلو بهیر دې ودرول شي.

دغه راز د کورني تجارتونو د شرکتونو د ټولنې مشرې، آلمانۍ ورځپاڼې «فرانکفورتر الګيماین سونتاګ څایتونګ» ته وویل: «موږ پر یو لاس او پر واجدو شرایطو برابر کاري ځواک متکي یو.» مېرمن ماري کریستینه اوستېرمن زیاته کړه چې ډېرو شرکتونو د مسلکي او غیر مسلکي کارګرو د تشې د ډکولو له پاره پر مهاجرو د مسلکي زده کړو او تعلیم په برخو کې پانګونې کړي دي.

هغې د دغو مهاجرو په هکله ټينګار وکړ چې «هغوی نه باید اخراج شي.»

د آلمان د کورنيو چارو وزېرې انالینا بېربوک وايي چې د بشارالاسد رژیم پلویان دې آلمان کې ځانونه نه پټويانځور: Sebastian Gollnow/dpa/picture-alliance

د (آی جي میتال یونین) مشرې کریستیانه بیننر هم یادې ورځپاڼې ته د سوریايي مهاجرو پر اړتيا ټينګار وکړ. هغې وویل: «موږ له بهره مسلکي او کاري قوې ته اړتیا لرو.»

په آلمان کې د سوریايي مهاجرو پر سر بحثونه په سوريه کې د بشارالاسد رژيم تر نسکورېدو وروسته تاوده شوي دي. په دې منځ کې د سوریايي مهاجرو د پاته کېدو غوښتنې ترڅنګ، د هغوی د بېرته استولو غوښتنې هم مطرح شوي دي.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، حاضر وخت په آلمان کې په مجموع کې شاوخوا ۹۷۵زره سوریایان ژوند کوي.

د یکشنبې په ورځ د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالي ادارې (بامف) تصمیم ونیوه چې له سوريې څخه د راغلو افرادو د پناه غوښتنې بهير ودروي.

د دوشنبې په ورځ د آلمان د عامې روغتيا پخواني وزیر، ينس سپهان، وويل چې آلمان باید اوس هغه سوريايي مهاجر چې د بشارالاسد رژيم له وېرې آلمان ته راتښتېدلې وو، په چارتر الوتکو کې بېرته خپل هېواد ته واستول شي. هغه د دغو افرادو د تشویق له پاره د نغدي مرستو وړانديز هم کړی.

بل خوا د آلمان د بهرنیو چارو وزيرې، انالینا بېربوک او د کورنيو چارو وزېرې نانسي فيزر د یکشنبې په ورځ د بشارالاسد د پرزول شوي رژيم ټولو پلویانو ته خبرداری ورکړ چې نه باید په آلمان کې خپل ځانونه پټ کړي.

خارجه وزیرې بېلد ام زونټاګ ورځپاڼې ته وويل: «د اسد رژيم هر شکنجه کونکی که آلمان ته د تېښتې فکر لري، زه ورته په وضاحت سره صرف دومره ووایم: موږ به د قانون له ټول قوت سره، ورسره محاسبه کوو.» هغې ټينګار وکړ چې اوس نړېوال امنیتي سازمانونه او استخباراتي ادارې په نژدې همکارۍ کې کارکولو ته اړتیا لري.

  

په سوریه کې جنګیدونکي یاغیان څوک دي؟

01:54

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل