ترمپ ښايي له BBC تر۵ مليارد ډالرو تاوان وغواړي
۱۴۰۴ آبان ۲۴, شنبه
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ وروسته له هغې د بي بي سي خلاف تر ۵ میلیارډ ډالرو پورې د ممکنه دعوا خبره کړې چې دغې نړېوالې بریتانوي رسنۍ وویل چې په یو مستند کې ېې د ترمپ د یوې وینا ويډيو په ايډيت کې تېروتنه شوې، خو تر څنګ ېې ټيڼګار کړې چې د هغه د ادعا له پاره هېڅ ډول قانوني اساس نشته.
دا د بي بي سي له پاره په لسیزو کې تر ټولو لوی بحران دی چې ورسره مخ کيږي. دغه نړېواله رسنۍ له دغه وضعیت سره د تعصب تورونو په تړاو د خپلو دوو لوړپوړو مشرانو د استعفاو په ادامه مخ کيږي. په دغو تورونو کې یو هم د ۲۰۲۱م کال د جنوري په ۶مه د ترمپ د وینا له ايډيټ سره تړاو لري، هغه وینا چې د ترمپ پلویانو د کپیتل (پلازمېنې) یا د متحده ایالتو د کانګریس پر ودانۍ یورش وې وړ.
رويترز خبري آژانس د یو تر لاسه شوي سند پر اساس لیکي، د دونالد ترمپ وکیلانو وړاندې بي بي سي ته تر جمعې پورې وخت ورکړی و تر څو خپل مستند بېرته واخلي او یا به له یوې داسې دعوا سره چې له یو میلیارډ ډالرو به «کمه نه وي» مخ شي. دوی دغه اقدام په «لوړه پیمانه اعتباري او مالي زیان» بللی چې له پاره ېې د بخښنې او غرامت غوښتنه هم کړې ده.
ترمپ د غرامت اندازه تر ۵ ميلیارډ ډالرو ښودلې ده.
نور ولولۍ: په امریکا ږغ راډیو کې د ډله ییزو ګوښه کولو لړۍ پیل شوه
بي بي سي چې منلې ېې ده د ترمپ د وينا ايديت ېې، په «قضاوت کې د تېروتنې» له کبله کړی دی، د پنجشنبې په ورځ ېې ترمپ ته یوه شخصي بخښنه استولې او ويلي یې دي چې دوی به دغه مستند بیاځلې نه خپروي، خو د بدنامۍ ادعا ېې رد کړه.
ترمپ خبریالانو ته وویل چې «موږ به له هغوی څخه هر ځای چي وي د ۱ تر ۵ میليارډ ډالرو د غرامت شکایت وکړو، ممکن د راتلونکې اوونۍ په کوم وخت» کې.
ترمپ دغه خبرې داسې وخت چې د اوونۍ د پای له پاره فلوريدا ته روانېده، الوتکې ته د پورته کېدو پر وخت وکړې.
هغه وویل: «زه فکر کوم چې باید همداسې وکړم، په دې معنی چې هغوی حتی خپله هم پر تېروتنې اعتراف کړی دی. هغوی هغو کلیمو ته چې زما له خولې وتلي تغییر ورکړی دی.»
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وویل چې د دغې موضوع په تړاو د بریتانیا له صدراعظم کئير سټارمر سره یوه کلکه رابطه برقراره شوې، خو تر اوسه ورسره نه دی غږېدلی، خو پلان لري چې د همدې اوونۍ په پای (شنبه او یکشنبه) کې ورسره خبرې وکړي. ترمپ زیاته کړه چې دغې پېښې سټارمر ته «ډېر د شرم احساس» ورکړی او هغه غواړي چې ورسره تماس ونیسي.
دغه مستند چې د بي بي سي پر خبري خپرونې «پاناروما» خپور شوی پکې د ترمپ له درو ويډيويي ویناو استفاده شوې ده. رويټرز لیکي له یو بل سره د ويډيوګانو په نښلولو سره داسې یو انځور رامنځ ته کیږي چې هغه د ۲۰۲۱م کال د جنوري ۶مې د ګډودۍ لمسون کاوه. د ترمپ مدافع وکیلانو په دې هکله تل ويلي چې دا «ناسمې او له افترا ډکې» ادعاوې دي.
ترمپ د بي بي سي د بخښنې استولو په هکله ويلي دي چې دا کافي نه ده.
نور ولولۍ: اروپايي اتحادیه د آزادۍ راډیو خپرونو د ادامې له پاره بودجه ورکوي
هغه ویلي: «کله چې تاسو وايئ دا غیرعمدې ده، نو زما په فکر که غیرعمدي وي، نو بیا تاسو بخښنه نه غواړې.»
ترمپ ادعا وکړه چې په دغه مستند کې ېې دوه ویناوې چې ترمنځ ېې نژدې یو ساعت زماني فاصله ده، یو بل سره نښلول شوي دي.
د بي بي سي مشر، سمیر شاه، د پنجشنبې په ورځ سپينې ماڼۍ ته یوه شخصي بخښنه واستوله او په هغې کې ېې مدافع وکيلانو ته ويلي دي چې د ويډيو ايډيت، «په قضاوت کې یوه تېروتنه» وه. پر سبا ېې د بریتانيا د کلتور وزیرې لیسا ناندې وویل چې دغه بخښنه «پر ځای او لازمي» وه.
د بریتانيا صدراعظم کئیر سټارمر د چهارشنبې په ورځ پارلمان ته په وینا کې وویل چې هغه له «ځواکمنې او خپلواکې بي بي سي» څخه ملاتړ کوي، خو زیاته ېې کړه چې دغه خپرندویه باید «خپلې چارې سمبالې کړي.»
هغه زیاته کړه: «ځینې به غواړي چې بي بي سي دې نه وي چې د هغو له ډلې ځینې ېې دلته ناست دي.» د هغه اشاره په پارلمان کې د محافظه پال اپوزیسون غړو ته وه.
سټارمر وویل: «زه د هغو له ډلې نه یم. د غیرموثق معلوماتو په عصر کې د بریتانوي خبري سرویس له پاره د بې طرفۍ استدلال له بل هر وخت قوي دی.»
بي بي سي نړېواله رسنۍ په ۱۹۲۲ کې تاسیس شوې او عمدتاً د اجباري جواز پر فیس تمویليږي. دغه رسنۍ اوس د دغې موضوع له دقیقې ارزونې سره مخ ده چې آیا د ترمپ د ادعا د حل او فصل له پاره له عامه پیسو استفاده کولی شي او که نه.