1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په واشنګټن کې د اسرائيل سفارت د کارکوونکو وژنې ته غبرګونونه

محمد کریم صالح | رويټرز، فرانس پریس
۱۴۰۴ خرداد ۱, پنجشنبه

په واشنګټن ډي سي کې د اسرائيل سفارت د دوو کارکوونو وژنو ته غبرګونونه ښودل شوي دي. د آلمان صدراعظم فریدریښ مېرڅ دا یو «نفرت پاروونکی» او فرانسې «نه توجیه کوونکی» عمل بللی. اسرائيل ويلي وژل شوې جوړې په خپلو کې کوژده کوله.

په واشنګټن کې د پولیسو یو موټر په هغه ځای کې ولاړ دی چې د اسرائيل د سفارت دوه کارکونکي په ډزو پکې ووژل شول
په واشنګټن ډي سي کې د اسرائيل سفارت د دوو کارکوونو وژنو ته غبرګونونه ښودل شوي ديانځور: Alex Wroblewski/AFP/Getty Images

آلمان او فرانسې په واشنګټن ډي سي کې په ډزو د اسرائيل د سفارت د دوو کارکوونکو وژنې غندلي دي. د آلمان صدراعظم فریدریښ مېرڅ دا «یو نفرت پاروونکی عمل» ښودلی دی. مېرڅ پر اکس شبکې ليکلي چې دغه حمله «په تر ټولو شدیو الفاظو غندي.» مېرڅ زیاته کړې چې حاضر دمه دغه حمله باید د یهود ضدۍ په توګه فرض کړو. د فرانسې خارجه وزیر، ژان نویل بارو، پر اکس شبکه په انګلیسي ژبه لیکلي: «هېڅ شی نه شي کولی دا ډول تاوتریخوالي توجیه کړي.»

ايټالیا هم دغه حمله غندلې ده. د ايټالیا د بهرنیو چارو وزیر، آنتونیو تاجاني پر اکس شبکه په واشنګټن کې دغه قتلونه د «ترور او تاوتریخوالو صحنې» ښودلې دي.

د چهارشنبې په ماښام یوه وسله وال کس په واشنګټن ‌ډي سي کې د اسرائيل د سفارت دوه کارکوونکي په ډزو ووژل. تورن قاتل د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

امریکايي چارواکو ویلي د اسرائيل د سفارت دغه دوه کارکوونکي د چهارشنبې په ماښام داسې وخت په ډزو ووژل شول چې هغوی په واشنګټن کې د یهودانو په یوه موزیم کې له جوړو مراسمو څخه راووتل. زیاته شوې چې د سفارت دواړه کارکوونکې د واشنګټن مرکز اړوند د پېښې په ځای کې چې له سپینې ماڼۍ شاوخوا ۲ کیلومتره لرې ساحه ده، مړه شوي دي.

د واشنګټن میتروپولیتان پولیسو مشرې، پمیلا سمیت، وویل چې یوه وسله وال کس د لاس پر وسلې پر یوې څلور کسیزې ډلې ډزې چې په کې ېې دواړو قربانیان ووژل. تورن تر ډزو مخکې د موزیم په مخه کې د ګرځېدو په حال کې لېدل شوی و.

د «آزاد فلسطین» نعرې

د ابتدايي معلوماتو له مخې، تورن کس د الیاس روډریګز په نوم ښودل شوی چې ۳۰ کاله عمر لري او د شیکاګو اوسیدونکی دی. زیاته شوې چې د پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته هغه د «فري فلسطین» (آزاد فلسطین) نعرې وهلې.

د واشنګټن پولیسو ویلي تورن حمله کونکی د دوی له خوا تر نیول کېدو وروسته د «فري فلسطین» (آزاد فلسطین) نعرې وهلېانځور: Andrew Leyden/ZUMA Press Wire/picture alliance

مېرمن سمیت وویل: «تر ډزو وروسته تورن موزیم ته داخل شو چې هلته د مراسمو د امنيتي موظفینو له خوا ونیول شو.» هغې زیاته کړه: «کله چې د هغه لاسونه ولچک کړل شول، تورن هغه ځای وښود چې وسله ېې په کې اچولې وه، وسله ترلاسه شوه او هغه په ضمني توګه جرم ته په اشارې وویل چې ترسره کړی ېې دی.»

د واشنګټن د پولیسو مشرې وویل چې تورن کس تر دې مخکې له پولیسو سره کوم تماس نه درلود.

«وژل شوي ځوان د کوژدې پلان درلود»

د امریکا متحده ایالاتو له پاره د اسرائيل سفیر (Yechiel Leiter) خبریالانو ته وویل چې وژل شوي کارکوونکي یوه ځوانه جوړه وه چې غوښتل ېې په خپلو کې واده وکړي. هغه زیاته کړه وژل شوي ځوان «روانه اوونۍ یوه ګوتمه اخیستې وه او غوښتل ېې چې راتونکې اوونۍ په بیت المقدس کې خپلې ملګرې ته د کوژدې وړاندیز وکړي.» 

هغه زیاته کړه: «دوی يوه ښکلې جوړه وه.»

د امریکايي او اسرائيلي چارواکو غبرګونونه

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، دونالد ترمپ، دغه پېښه غندلې ده. هغه پر تروت سوشل شبکې لیکلي: «په واشنګټن کې دغه وحشتناک قتلونه چې په ښکاره د یهودیت ضد دي، باید همدا اوس پای ومومي.» ترمپ زیاته کړې چې «نفرت او رادیکالیزم په امریکا متحده ایالاتو کې ځای نه لري.»

د اسرائيل صدراعظم، بنیامین نتنیاهو ويلي چې دغو قتلونو ورته ټکان ورکړی او د قربانیانو له کورنیو سره ېې خواخوږي ښودلې ده.

هغه په یوه اعلامیه کې ويلي دي: «زما زړه د دغه ځوان سړي او ځوانې ښځې چې ژوند ېې د یو شنیع یهودي ضدي له خوا لنډ شول، له کورنیو سره دردیږي.»

نتنیاهو په دغه اعلامیه کې زیاته کړې: «ما سپارښتنه کړې چې د نړۍ په سطحه د اسرائيلي ماموریتونو او د دولتي استازو د امنیت له پاره قوي امنیتي تدابیر ونیول شي.»

د تورن به محاکمه شي 

د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرتزوګ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم دغه پېښه غندلې ده. د امریکا متحده ایالاتو د امنيت وزیرې کریستي نوم بیا محاکمې ته د تورن د راوستلو خبره کړې. هغې پر اکس شبکه لیکلي: «موږ به  دغه فاسد جنایتکار محاکمې ته راکش کړو.» 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل