1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنګله دېش: په زلزله کې ۵ کسان مړه او شاوخوا ۱۰۰ ټپیان شوي

۱۴۰۴ آبان ۳۰, جمعه

د بنګله دېش حکومت وايي د جمعې ورځې په زلزله کې لږ تر لږه ۵ کسان مړه او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي. د ريښتر پر مقياس د ۵،۷ درجې دې زلزله کې د پلازمېنې په ګډون په ګڼو سيمو کې ودانۍ زیانمنې شوې دي.

د بنګله دېش پلازمینه ډهاکې ښار اوسېدونکي د جمعې په ورځ د نومبر ۲۱مه د زلزلې پر وخت له خپلو کورنو بهر راوتلي
د بنګله دېش حکومت وايي د جمعې ورځې په زلزله کې لږ تر لږه ۵ کسان مړه او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي ديانځور: MD Nahid Anjuman/DW

بنګله ديشي چارواکو وویل چې د زلزلې ټکانونه په شرقي ایالتونو کې چې هند سره په سرحد کې پراته دي هم احساس شوي، خو په سملاسي توګه هلته د لويو زیانونو د اوښتو څه نه دي ویل شوي.

د بنګله دېش د موقت حکومت مشر محمد یونس په یوه اعلامیه کې ویلي په زلزله کې د ټپي شوو کسانو په ډله کې د ډهاکې پوهتون محصلین، په قاضي پور ښار کې د فابريکو کارګران او د نارسینګدي، اوسېدونکي دي. نارسينګدي د زلزلې مرکز ښودل شوی چې د ډهاکې ختيځ ته په نژدې ۴۰ کیلومترۍ کې واقع ده.

په اعلامیه کې د مړه شوو کسانو په هکله وضاحت نه دی ورکړل شوی.

یوې روغتیاپالې، نورجهان بیګم، خبریالانو ته وویل چې له نارسينګدي څخه ګڼ شمېر ټپیان روغتون ته انتقال شوي چې د ځینو روغتيايي وضعیت نازک دی.

پولیسو په ابتدا کې د درو کسانو د مړېنې خبر ورکړی وو چې د زلزلې پر مهال د یو شپږ پوړیز ساختمان د خوازو د رالوېدو پر وخت مړه شوي دي.

په ډهاکه کې د رويټرز خبري آژانس خبریال د خپلو سترګو لیدلی حال بیان کړی او وايي چې د ښار اوسېدونکي په داسې حال کې له خپلو کورنو تېښتې کولې چې ځواکمنې زلزلې ساختمانونو ته ټکانونه ورکول او ځینې ېې رانړېدل.

ځايي اوسېدونکي سومن رحمن وویل: «موږ یو قوي ټکان احساس کړ او ساختمانونه د ونو په څېر ښورېدل. په داسې حال چې خلکو په زينو کې د ښکته کېدو پر مهال رش جوړ کړی و، ځينو له پاسه ځانونه لاندې واچول او ماشومانو ژړل.»

ورته نور ولولۍ:

د اطفائيې ادارې ويلي یو شمېر کسان تر کار لاندې ساختمانونو له پاسه غورځېدلو خښتو او سمنټو ټپیان کړي دي.

په ډهاکه کې یو کارګر وویل: «ما په ژوند کې داسې ټکان نه وو لیدلي... موږ په منډه په زینو کې لاندې سړک ته کوز شولو او هلته له موږ مخکې نور خلک هم راوتلي ول.»

د یونس د دفتر له خوا په خپره شوې اعلاميه کې زیاته شوې چې چارواکي وضعیت له نژدې څاري او اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې په زیانمنو شوو علاقو کې د نجات عملیات چټک کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب