1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د ملي امنیت سالاکار د چین له ولسمشر سره کتلي

۱۴۰۳ شهریور ۸, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په بیجینګ کې کتلي دي. د چین ولسمشر سلیوان ته ویلي چې چین له واشنګټن سره باثباته اړیکو ته ژمن دی.

 د چین ولسمشر شي جين پينګ (ښي لور) د سپيې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جک سلیوان ته ويلي چې بيجنګ له واشنګټن سره باثباته اړیکو ته ژمن دی.
د چین ولسمشر شي جين پينګ (ښي لور) او د سپيې ماڼۍ د ملي امنيت له سلاکار جک سلیوان سره د ۲۰۲۴م کال د اګست په ۲۹مه د چین په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د کتني پرمهالانځور: Trevor Hunnicutt/Pool Photo/AP/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د اګست ۲۹) چین ته د خپل درې وځني سفر په وروستۍ ورځ د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره کتلي دي. دغه سفر په امریکا کې د راتلونکي نومبر میاشتې ولسمشریزو ټاکنو څخه وړاندې کیږي چې پکې دواړو نړیوالو قدرتونو د اړیکو پر رغولو ټینګار کړی دی.

په بیجینګ کې د چین خلق په ستر تالار کې په دغه ملاقات کې د چین ولسمشر سلیوان ته ویلي دي چې بیجینګ له واشنګټن سره باثباته اړیکو ته ژمن دی. شي وویل: «په دې بدلیدونکې او له ستونزو ډکه نړۍ کې، هیوادونه د انزوا او شاتګ پرځای پیوستون او همغږۍ ته اړتیا لري.»

په ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار، جیک سلیوان د چین ولسمشر ته وویل چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د شخړو د مخنیوي له پاره د اړیکو مدیریت ته ژمن دی او په راتلونکو اونیو کې «له تاسو سره اړیکې نیولو ته سترګې په لار دی.»

تر دغې ناستې وروسته، سپینې ماڼۍ وویل چې تر یادې ناستې وروسته، دواړه لورو په راتلونکې اونۍ کې د چین او د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرانو د تلیفونې اړیکې پر پلان کولو باندې کار کوي.

د چین له ولسمشر سره تر ملاقات مخکې، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د چین له یوه لوړ پوړي پوځي جنرال ژنګ یوشیا، سره هم ملاقات درلودانځور: Ng Han Guan/Pool AP/dpa/picture alliance

په روانه اونۍ کې چین ته د سلیوان د سفر پرمهال پر ګڼو مسایلو باندې له چینايي لوري سره بحث او خبرې شوي دي. په دغو خبرو کې د ټایوان د معضلې پر سر خبرې، د چین د جنوبي سمندر او همدا راز د روسیې په هکله خبرې شوي دي. په دې سفر کې د امریکا متحده ایالاتو لوري، له چین څخه د فنتانیل کیمیاوي مادې کې د کاریدونکو ځینو عناصرو د مخنیوي په برخه کې د چین مرسته وغوښته، داسې کیمیايي مواد چې په امریکا متحده ایالاتو کې په نشه اي توکو کې کارول کیږي.

د رقابت د مخنیوي په برخه کې مسئولیت

د چین له ولسمشر سره تر ملاقات مخکې، سلیوان د چین له یوه لوړ پوړي پوځي جنرال ژنګ یوشیا، سره هم ملاقات درلود، داسې نظامي څیره چې د ډپلوماتانو له خوا د چین د نظامي ولسمشر په توګه پیژندل کیږي. ژنګ یوشیا، د چین د مرکزي پوځي کمېسیون مرستیال دی او له سلیوان سره یې پر مختلفو مسایلو اوږده بحثونه درلودل.

سربیره پر دې، د سه شنبې او چهار شنبې په ورځو سلیوان په چین کې د چین له لوړ پوړي ډيپلومات وانګ یي سره هم ملاقاتونه کړي دي. سلیوان په دغو ناستو کې چینايي لورو ته ویلي دي چې دواړه هیوادونه د رقابت د مخنیوي په برخه کې مسئولیت لري، څو د تقابل او شخړو مخنیوی ممکن شي.

له ژنګ سره په ملاقات کې سلیوان ویلي: «د نړۍ وضعیت او دې اړتیا ته په کتو سره چې امریکا او چین باید خپلې اړیکې په مسوولانه ډول مدیریت کړي، زه فکر کوم چې دا ډیر مهم ملاقاتونه ول.»

داسې اټکل کیږي چې ژنګ د چین ولسمشر ته ډیر نیږدې کس دی او د چین په پوځي جوړښت کې یې تر اوسه پورې خپل مقام ساتلی دی. غربي او آسیايي ډپلوماتان نوموړي ته د چین د دفاع د وزیر څخه لا ډیر د یوه غښتلي جنرال په سترګه ګوري، داسې جنرال چې له بهرنیو چارواکو سره په ملاقاتونو کې تل موجود وي. د چهارشنبې ورځې په ملاقات کې وانګ او سلیوان د بایډن او شي ترمنځ د تازه خبرو اترو د احتمال په هکله هم خبرې شوي دي چې ټاکل شوې ژر وشي. دواړو لوریو په منځني ختیځ، سوداګرۍ، اوکراین او د چین د جنوبي بحیرې د شخړې په هکله خبرې کړي دي. 

رویترز / خ.ح /ن. ز

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (05.08.2022): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب