د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د کلونو په جریان کې د لومړي ځل له پاره له اوکراین سره د دوه اړخیزو خبرو وړاندیز کړی دی. د اوکراین ولسمشر، ويلي دي چې پر ملکیانو د حملو د درولو له پاره هر ډول خبرو ته تیار دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د کلونو په جریان کې د لومړي ځل له پاره له اوکراین سره د دوه اړخیزو خبرو وړاندیز کړی دی انځور: Vyacheslav Prokofyev/Sputnik/Reuters
اعلان
د روسیې او اوکراین ولسمشران دواړه جوړجاړي ته د رسېدو له پاره د امریکا متحده ایالاتو تر فشار لاندې دي. امریکا په عین حال کې ګواښ کړی که روسیه او اوکراین سولې ته د نژدې کېدو په لار کې پرمختګ ونه کړي، د سولې له پاره له خپلو هلو ځلو به لاس واخلي.
مسکو د تېرې اوونۍ په پای کې د عیسویان د ایستر مذهبي اختر په مناسبت ۳۰ ساعته اوربند اعلان کړ. تر هغه وروسته اوس روسيې او اوکراین دواړو ويلي چې دوی اوږده اوربند رامنځ ته کېدو له پاره تیار دي. دواړو خواو په عین حال کې پر یو بل د تاوتریخواو تورونه هم لګولي دي.
مذاکرات روانه اوونۍ په لندن کې پلان شوي دي. اوکراین د دوشنبې په ورځ وویل چې خپل مرکچي پلاوي یې استولی تر څو له امریکايي او د اروپايي هېوادونو له چارواکو سره وګوري. د لندن مذاکرات د پاریس د تېرې اوونۍ تر غونډې وروسته ترسره کيږي. په دغه غونډه کې امریکا متحده ایالاتو او اروپايي هېوادونو په اوکراین کې د څه باندې درې کلنې جګړې د پای ته رسولو له پاره بحثونه وکړل.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسيې د دولتي تلویزیون خبریال، پاول زروبین، ته وویل چې د هغه له خوا د شنبې په ورځ د ایستر په مناسبت تر اعلان شوي یو اړخیز اوربند، وروسته جګړه ادامه درلودلې. پوتین زیاته کړه چې مسکو د هر ډول سوله ایز نوښت له پاره چمتو دی، او له کيف څخه ېې هم ورته تمه وښوده: «موږ تل ويلي چې موږ هر ډول سوله اېز نوښت له پاره مثبته انګېرنه لرو. موږ تمه لرو چې د کیف د رژيم استازي هم دې ته ورته احساس ولري.»
زیلنسکي: هېواد ېې پر ملکي اهدافو د حملو درولو له پاره پر مخکني وړاندېز ولاړ دی او دغه هدف ته د رسېدلو له پاره به هر فارمت خبرو اترو ته چمتو دیانځور: Alina Smutko/REUTERS
ټول اوکراين د جګړې پر لومړۍ کرښه نه دی پروت. له جګړو لېرې ژوند ادامه لري. دوکانونه، قهوه خانې او رستورانتونه پرانیستي دي او د سيمې اوسيدونکي د جنراتورونو په مرسته ځان ته بریښنا برابروي.
انځور: YURIY DYACHYSHYN/AFP
له اوکراين سره د امريکا مرسته په شک کې ده
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونال ترمپ، به ويل چې د اوکراین جګړه به په «۲۴ ساعتونو» کې ختمه کړي، خو دا کار یې لا نه دی کړی. له روسیې سره د نوموړي ظاهري نږدې والی، د هغه دا هيله چې پر اوکراين د فشار له لارې دغه هېواد متحده ایالاتو ته د خپلو معدني شتمنيو ورکړې ته مجبور کړي او د اوکراين له ولسمشر سره د یې تازه لفظي جګړې، اوکراين او د دغه هېواد متحدين انديښمن کړي دي.